مرګ اتفاقي او یا بدقسمتي ګڼل:

.لیکنه: عدنان اوکتر (هارون یحیی)

ژباړه: احمد بلال

مرګ اتفاقي او یا بدقسمتي ګڼل:

مرګ په اتفاقي توګه نه راځي، څرنګه چې د هرې واقعې سره منسلک وي، مرګ هم د الله په حکم راځي. څرنګه چې د پیدایښت تاریخ د یو انسان لپاره ټاکل شوې وي نوهمدغه رنګ د هغه د مرګ تاریخ هم د مخکښې څخه ټاکل شوې وي.

انسان د دې آخري وخت په لور په تیزۍ روان ده، په تلوار هر ساعت، هره دقیقه چې انسان ته ورکړل شوې وي هغه وروسته پریږدوي. د هر شخص مرګ، د مرګ ځای، او وخت او څرنګه به چې هغه مړ کیږي ، د مخکښې څخه ټاکل شوې وي.

خو د دې باوجود هم ډیر داسی خلګ مرګ د مسلسل راروان منطقي واقعاتو آخري جز ګڼي. خو د مرګ اصلي وجه هم الله ته معلومه وي. هره ورځ د مرګ کیسې اخبار کې خپریږي، دا خبرونه په لوستلو شاید تاسو داسې جاهلانه تبصرې هم واورئ: هغه بچ کیدلی شو که د مخکښې څخه يې هغه حفاظتي اقدامات کړې و یا که داسې شوي ؤ نو شاید هغه به بچ شوې ؤ. کوم وخت چې د انسان لپاره مقرر شوې وي د هغه څخه یوه دقیقه مخکښې او یا وروسته انسان نشي تیرولی. البته که څوګ د ایماني شعور څخه لیری وي نو هغوي بیا مرګ یو اتفاقي واقعه ګڼي. قرآن پاک کې خدای پاک دی غلط منطق خلاف مومنانو ته تنبیه ورکوي، کوم چې د غیرو مومنانو لپاره یو بیل څیز ده.

ای ایماندارو! تاسو مه کیږئ د هغو په شان چه کفران شوې دي او وايي خپلو ورونو ته هر کله چه هغوي سفر ته وځي په ملک کښې یا وي په جهاد کښې که وی مونږ سره نو نه به مړه کیده او نه به قتل کیده د پاره د دې چه واچوي الله د دې ګمان نه افسوس په زړونو د دوې کښې او الله تعالی ژوندې کوي او مړه کوي او الله ستاسو ټول کارونه ویني

سورة آل عمران ۱۵۶

مرګ یو اتفاقي څیز ګڼل لاپرواهي او مکمل جهالت ده، لکه څرنګه چې د پورتني آیت څخه څرګنده ده چې دغه خبر انسان ته یو عظیم روحاني اذیت (تکلیف) او ناقابل مزاحمت پریشاني ورکوي. غیر مومنانو ته او یا څوګ چې ایمان نه لري هغوي ته د هغوي کوم خپل یا ښاغلي مرګ د قرآن په اصطلاح کې یوه غټه صدمه، اذیت، خفګان او پیښیمانۍ سبب جوړیږي. مرګ یو غفلت او یا د بدقسمتي سبب ګڼلو باندې دوي دا خیال کوي چې د دې څخه د بچ کیدلو کومه لیار شته. دا هغه منطق ده کوم چې د دوي په خفګان او ندامت کې نوره هم اضافه کوي. دا خفګان او افسوس بل هیڅ هم نه ده بلکه د هغوي ایمان نه راوړلو عذاب ده.

په ظاهري طور ښکاره کیدونکۍ د وجوهاتو برعکس، مرګ نه کومه حادثه ده، نه کوم مرض او نه کوم بل څیز. په یقین سره هم الله دا ټول وجوهات پیدا کوي. کله چې هغه وخت کوم چې موږ ته راکړل شوې ده هغه پوره شي نو زموږ ژوند هم ورسره ختم شي او د دې کومه واضحه وجه وګڼل شي. او په دې دوران کې یوه مادي وسیله هم انسان ته کومه بله څاه نشي ورکولی. خدای پاک د دې خدایي قانون په هکله په لاندینې آیت کې د خدايي قانون په هکله وايي:

او څوګ نه شي مړ کیدی بغیر د حکم د الله نه لیکلی شوی دی یو وخت مقرر

سورة آل عمران ۱۴۵

مومن د دې دنیا د عارضي ژوند له حقیقت څخه واقف وي، هغه پوهیږي چې د هغه رب چا چې ورته دا ټول نعمتونه ورکړې دي کوم چې هغه په دې دنیا استعمال کړل، هغه چې کله هم د هغه روح وغواړي هغه قبض کولې شي او بیا به هغه د سوال او ځواب لپاره حاضروي. البته دې مومن به خپل ټول ژوند د الله د رضا لپاره واقف کړې وي نو ځکه به هغه د مرګ په باره کې هیڅ هم فکر مند نه وي. حضرت محمد ص هم د دې ښه کردار په خپلو دعاګانو کې هم ذکر کړې ده.

د جابر بن عبدالله څخه روایت ده: کله چې د خدای نبي دعا شروع کړه نو هغه وویل خدای عظیم ده، له هغه نه پس یې وویل: په یقین سره زما لمونځ، زما قرباني، زما ژوند او زما مرګ یوازې د الله لپاره ده، څوګ چې د ټولو جهانونو مالک ده.

ترمیذي شریف، ۲۶۲

پای….



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.