نړۍ

روسي سياسي مبصر: امريکا په افغانستان کې ماته خوړلې

په مسکو کې روسي سياسي مبصر الکسی پيلکو ويلي دي چې امريکا په افغانستان کې ماته خوړلې ده. له روسيااليوم تلويزوني شبکې سره په خبرو کې نوموړي وويل: امريکا ونه شوکولای چې طالبان ورک کړي او نه يې هم د دې هېواد ښه اقتصادي ملاتړ کړی دی.

پيلکو وړاندې وويل: د سيمې هېوادونه د افغانستان په ثبات کې ښه رول لوبولی شي. اوس نو د افغانستان د ګاونډيانو نوبت دی چې په دې هېواد کې مهم رول ولوبوي.

دنوموړي په خبره د افغانستان راتلونکې د سيمې په هېوادونو هند، چين، ايران او د پخوانۍ روسيې غړو هېوادونو پورې تړلې ده. پيلکو له روسيااليوم سره په خبرو کې وړاندې وويل: د افغانستان ولس له جګړې ستړی دی او په خپل هېواد کې يو بدلون ته تمه دي، د سولې راوستل او د طالبانو له سلطې هېواد خلاصول د راتلونکي ولسمشر په وړاندې مهم کارونه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x