افغانستان

ارګ: ځینې «کړۍ» دې د لویې جرګې د رابللو خبرې نه کوي

نن ټکی اسيا (چهار شنبه، ۲۴ لړم ۱۳۹۶):  د ولسمشرۍ ماڼۍ وروسته له هغه د لویې جرګې د رابللو د غوښتنې په اړه توند غبرګون وښود، چې په دې وروستیو کې په پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې ځینو ډلو د اوسني حکومت پر ځای د لویې جرګې د رابللو خبره وکړه.

په پلازمېنه کابل کې په لویو بورډونو لیکل شوي، چې د اوسنیو ستونزو څخه د خلاصون لپاره لویه جرګه یوازېنۍ لاره ده.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي« په دې وروستیو کې ځینو افرادو او حلقو د لویې جرګې د رابللو اوازې خورې کړي او همدارنګه یې د هېواد ځینو ولایتونو ته خپل افراد او اشخاص هم استولي دي، چې هغوی نه یوازې د حکومت رسمي استازي نه دي، بلکې عام خلک هم له دوی سره په ناستو او مشورو مکلف نه دي.»

په خبرپاڼه کې د لویې جرګې رابلل د افغانستان اوسنیو قوانینو سره ټکر بلل شوی او د حکومت کارکوونکو ته لارښوونه شوې ده، چې په دغه غونډو کې دې ګډون نه کوي.« دا پروسه د افغانستان نافذه قوانینو سره مطابقت او رسمیت نه لري. د حکومت کارکوونکو ته لارښوونه کېږي، په هغو پروسو کې له ګډون څخه چې له قانون سره مطابقت نه لري، ډډه وکړي.»

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د اساسي قانون د یو سلو لسمې مادې د صراحت له مخې لویه جرګه د افغانستان د خلکو د ارادې تر ټولو ستر مظهر دی او اساسي قانون یې د داېرېدو جزییات مشخص کړي دي.

له تېرې یوې میاشتې راهیسې د لویې جرګې د رابللو اوازې ګرمې شوي دي؛ خو ارګ نن په دې اړه توند غبرګون وښود.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x