افغانستان

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر له دندې ګوښه کړی شو

نن ټکی اسيا (چهار شنبه، ۲۴ لړم ۱۳۹۶):  د ولسمشرۍ ماڼۍ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر نجیب الله احمدزی له دندې ګوښه کړی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، نجیب الله احمدزی د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د غوښتنې او پرېکړې او د ولسمشر غني په حکم د یاد کمېسیون له غړیتوب او مشرۍ څخه ګوښه شو.

په خبرپاڼه کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون څخه غوښتل شوي، چې اړوند اورګانونه دې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د یوه غړي د کمېدو او پرځای یې د بل تن د ګومارنې په موخه ولسمشر ته د خپلو نویو نوماندانو نوملړ ورولېږي.

نجیب الله احمدزي نن له شمشاد سره په مرکه کې ویلي وو، چې هېڅوک یې له دندې نه شي ګوښه کولی؛ خو څو شېبې وروسته له دندې ګوښه شو.

نجیب الله احمدزی تېر کال د لیندۍ په اومه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مشر په توګه ټاکل شوی و.

تېره میاشت د دې کمېسیون شپږ غړي هم ګوښه شوي وو او ځینې یې لویې څارنوالۍ ته هم ورپېژندل شوي وو.

د ټاکنو په کمېسیون کې ګوښه کولو لړۍ داسې مهال پیلېږي، چې ګډ حکومت راتلونکی کال د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې په مخ کې لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

OOPS

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x