افغانستان

طالبانو په پرونیو بریدونو کې ددولت ادعا په کلکه رد کړه

امنيتي مسوولین وايي چې د ټاکنو د امنیت د خونديتوب په خاطر يې ګڼ شمېر طالبان له منځه وړي دي، چې پرون او نن لا هم ورته خبرونه له رسنیو خپرېږي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله خبرپاڼه کې د دولتي مسوولینو داخبره کلکه ردوي او په خبره يې د دښمن دا ډول خبرونه له دروغو اوپرپاګنډو ډک دي.

د مجاهد په خبره تېره ورځ په ټولو بریدونوکې د جګړې ابتکار د دوی دملګرو په لاس کې و او امنیتي مسوولینوته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده. خبرپاڼه کاږي:  (د پرون ورځې په ټول جريان کې د اسلامي امارت دمجاهدینو لخوا په دښمن ۱۰۸۸ بریدونه ترسر ه شول، چې په ترڅ کې يې په سلهاوو تنه عسکر، پوليس، اربکي او نور ټوپکمار ووژل شول، ګڼ شمیر ټپيان شول او انتخاباتي ډرامه هم له څو لويو مزدحمو ښارونوڅخه بهر په نشت شمار وه، د کره راپورونو په اساس تنها د کنړ په ولایت کې ۸۸ عسکر، پوليس او اربکيان قتل شوي دي،همداراز په ننګرهار، هلمند، باغيس، فاریاب، بغلان، کندز، بلخ، بدخشان، تخار، نورستان، خوست، لوګر، پکتيکا، میدان وردګو، زابل ، کندهار، ارزګان، هرات ، دايکندي، غزني، پکتيا، فراه، سرپل، جوجان، پروان، کاپيسا، بامیان،غور،  او نورو ځایونو کې دښمن ته د سر اومال درانه تلفات رسیدلي دي .)

د مجاهد په خبره په پرونیو تر زرو ډېرو بریدونوکې د دوی ټول ټال دوه ویشت ملګري له منځه تللي او اوولس نور ټپیا ن دي، نوموړی وايي چې د دښمن دهوان په بریدونو کې دپنځوښځو په ګډون یوویشت ملکي وګړي شهيدان شوي دي.

ياده دې وي چې د تېرې ورځې د خبرونو اړوند (نی) او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رسنیزې څانګې له رسنیو غوښتي وو، چې په دې ورځو کې دې پېښې وړې وښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x