افغانستان

م م: روان کال په افغانستان د نشه يي توکو کرکيله ۸۷ سلنه زیاته شوې

نن ټکی اسيا ( پنجشنبه، ۲۵ لړم ۱۳۹۶): د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کرکيله د تېر ۲۰۱۶م کال پر تله ۸۷ سلنه زياته شوې او اوسمهال په داسې ځايونو کې هم افيوم او چرس کرل کېږي، چې پخوا نه و.

د ملګرو ملتونو د نشه یي توګه ضد اداره وايي، چې تېر کال پورې نشه يي توکي په ۱۲ ولايتونو کې کرل کېدل، خو سږ کال په ۲۴ ولايتونو کې کرل شوي.

د رپوټونو له مخې په نوو ولايتونو کې، چې د نشه يي توکو کرکيله په کې زیاته شوې، په هغو کې نورستان،غزني، سمنګان او ځينې نور ولايتونه دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې تر ټولو زيات کوکنار په هلمند، کندهار، بادغيس، فارياب، روزګان، ننګرهار، فراه، بلخ، نيمروز او بدخشان ولايتونو کې کرل کېږي.

د راپور له مخې په هلمند کې د کوکنارو کرکيله، ۷۹، بلخ ۵۰، کندهار ۳۷، نيمروز کې ۱۱۶ او روزګان کې ۳۹ سلنه زياته شوې دي.

خو په راپور کې دا نه دي ويل شوي، چې له تېرو شپاړسو کلونو راهيسې بدخشان او شاوخوا ولايتونه هم د هغو سيمو کې له جملې دي، چې تر ټولو زيات کوکنار او چرس په کې کرل کېږي، خو په راپورونو کې يې يادونه په هغه کچه نه کېږي، لکه د هلمند، فراه او روزګان.

يو شمېر کارپورهان د دې لامل د ملګرو ملتونو په ټيم کې د هغو مامورينو ګومارل بولي، چې په لوی لاس غواړي، چې د جنوبي ولايتونو اوسېدونکي د نشه يي توکو په کرکيله بدنام کړي او له نورو سيمو يې سترګې واړوي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په افغانستان کې د قانون نه شتوالی، د چارواکو فساد، رشوتونه او د سياسي وضعيت ناثباتي د پرېمانه نشه يي توکو تر ټولو ستر لامل دی.

په افغانستان او نړيواله کچه دا خبره د هر چا په خوله ده، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مجاهد په يوه فرمان په ټول هېواد کې د نشه يي توکو کرکیله صفر درجې ته راټيټه شوې وه، خو د ملګرو ملتونو له لوري د ميلياردونو ډالرو د لګولو سربېره په تېرو شپاړسو کلونو کې د کوکنارو کاروبار تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی او د نړۍ تر ټولو زيات کوکنار له افغانستانه ټولې نړۍ ته صادريږي.

د ملګروملتونو پخوانی لوړپوړی چارواکی معين رؤوف روسي تلويزون سره په خپلو خبرو کې ويلي، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کوکنارو کرکيله په بشپړه توګه له منځه تللې وه او نړيوالو څارونکو ټولنو هم منلې وه، چې طالبانو د نشه يي توکو کښت او تجارت له منځه وړی، مګر د طالبانو د ټولو هڅو سربېره هم د امريکا په ګډون نړيوالې ټولنې هغه مهال د افغانستان بزګرانو سره مرستې ونه کړې او نه يې د هغه وخت د حکومت مننه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x