افغانستان

د سعودي چارواکو بل ګام: په سعودي کې د کليسا جوړولو پرېکړه

نن ټکی اسيا ( پنجشنبه، ۲۵ لړم ۱۳۹۶): په سعودي عربستان کې د موسیقي د محفلونو، د سينما د ممکنه راتلو، له اسرئيلو سره د اړيکو او ورته نورو موضوعاتو سربېره له پرون راهيسې په ټولنيزو رسنيو کې داسې ګنګوسو زور اخيسي، چې ګواکې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان له مسيحي پاپانو سره منلې، په پلازمېنې رياض کې به يوه زړه نړېدلې کليسا له سره ورغوي.

د کويټ «الرأي» ورځپاڼې په خپل تازه مطلب کې ليکلي، چې محمد بن سلمان دا پرېکړه د لبنان د مسيحيانو له مشر سره له ليدو وروسته کړې، خو د سعودي رسمي چارواکو تر اوسه په دې څه نه دي ويلي او نه يې هم د کويټي ورځپاڼې خبر رد کړی دی.

په خپرې شوې مقالې کې راغلي، چې «سعودي حکومت پرېکړه کړې، چې د اسلام او مسيحيت د نژدې کېدو لپاره په رياض کې نهه سوه کلنه پخوانۍ ويجاړه شوې کليسا له سره ورغوي او دا به د سعودي له لوري د اسلام په نامه مسيحيت ته ډالۍ وي.»

په تېرو يوولسو ساعتونو کې په ټولنيزو شبکو کې دې خبرې زور اخيستی او د سعوديانو په ګډون د نړۍ د مسلمانانو پراخ غبرګونونه يې راپارولي دي.

سعودي دا علان په داسې حال کې کړی، چې څو ورځې وړاندې يوه سعودي عالم ويلي و، چې عيسایان هم کولای شي، چې له حرمينو پرته د مسلمانانو په نورو جوماتونو کې لمونځونه وکړي او همدارنګه مسلمانان هم بايد د مسيحيانو په کلیساوو لمونځونه وکړي او د هغه په وينا په دې کې کومه ستونزه نه شته.

سعودي دا وروته نورې دغه ډول پرېکړې په داسې حال کې کړي، چې په هېواد کې يې لسګونه ديني علما بنديان کړي، او د بهرنيو چارو وزير عادل الجبیر امريکايي چارواکو ته ډاډ ورکړی و، چې زرګونه «سخت دريځي» علما يې له دندو ګوښه کړي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګل محمد وزيري

دمسلمان امت اوسني حالت ډير دتاسف وړ دي زه باور لرم که دحضرت عمر په شان دوه نفره راپيداشي په نړۍ کي به ستر بدلون راولي.دمسلمان امت روان حالت دزغم و ړ نه دي .داما م مهدي ع وخت په رارسيدو دي نورهيچاته اميد کول پکار نه دي چه څوک دي څه وکړي.

عبدالولی

زما عرض دادی: د مکې او ریاض فاصله دومره ده ( حتی تر دې کمه) لکه د سعودی د لویدځ یا ختیځ ښار او سیمی څخه د اردن د هیواد فاصله، او په اردن کی کلیسا شتون لری، بله داچه که اته یا نه سوه کاله مخکی هلته کلیسا موجوده وه او حرمت شکنی نه ګڼله کېده نو نن ورځ ولی حرمت ماتونه ګڼلی کیږی، خو اصلی خبره داده چه د سعودی دولت او خلک دی خپل اعمال د یو ریښتنی مسلمان پتوګه سمبال کی او د زړه څخه دی د غیر اللّه وېره او مینه وباسی، اوس که مثلاً… نور لوستل »

ناپیژنده

استغفر الله وګوری د وابیانو ګندګیو ته که داسی هر ټیپر او ټټو ته تر قیامته لکه څنګه چی وابیان ادعا کوی پخپل سر له قرآن او سنت نه براه راست د فهم اجازه ورکړل شی نو تاسی خپله فکر وکړی چی له دې اسلام نه به څه شی جوړ شی آیا دا به هم لکه د یهودو او نصاراو په شان د اسلام د سپیڅلی دین د فاسد و خوا ته ټیل وهل نه وی. الله پاک خو په قرآن کښی په واضح ډول وایي چی ان المساجد لله فلا تدعوا مع الله احدا (الجن الایه ۱۸). نو نصاری… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x