نړۍ

”ولې BBC د فلسطیني ماشوم په وژنې سترګې پټوي؟”

یوې لندن میشتې ټولنې په خپلې ویب پاڼه کې د (ولې BBC د اسرائیلو لخوا د فلسطیني ماشومانو په شهادت سترګې پټوی؟) تر سرلیک لاندې مقاله خپره کړې.

د (له فلسطین سره د یووالي مبارزه) په نامه ټولنې په BBC سختې نیوکي کړي چې د ټولو انسانانو وینې ورته یو ډول قیمت نه لري.

په مقاله کې راغلي چې تیره اونۍ یو څوارلس کلن ماشوم د فلسطین په دیرالعسل کلي کې د اسرائیلي پوځي په ډزو شهید شو.

یوسف د سهار په ۶:۳۰ بجو له کوره د ښوونځي پر لور وتلی وه. له یوسف سره د زاهي او منتصر په نامه دوه نور ملګري هم وه چې یو یې ۱۲ کلن او بل يې ۱۷ کلن وه. د یوسف پلار وايي چې دریواړو ماشومانو غوښتل چې ښوونځي ته پر لاره په هغې سیمه کې چې له حایل دیوال پورې غاړه موقعیت لري، سابه وکړي او خس او خاشاک راغونډ کړي، ځکه چې په دې ورځو کې موسمي سابه کیلو په ۲۰ شیکل (چې له ۳۰۰ افغانیو سره برابر دي) پلورل کیږي.

خو مازې چې دوی له حایل دیوال وراوښتي اسرائیلي پوځیانو پرې له خبرداري پرته ډزې پیل کړي. د یوسف ملګري منتصر د (ماشومانو د دفاع نړیوالې ټولنې) ته په څرګندونو کې ویلي:

“په داسې حال کې چې یوسف هڅه کوله بیرته له حایل دیوال واوړي، دوه مرمۍ راغلې یوه یې په ملا او بله په کوناټي ولګیده. یوسف چیغې کړې چې هله منتصره ومې ژغوره. زه په منډه ورغلم ومې لیدل چې یوسف پړمخې پروت دی، ما ئې د راپورته کولو هڅه کوله چې یو چا راباندې غږ وکړ چې پرې يې ږده او که نه نو وبه وژل شې، ما چې وکتل شپږ تنه عسکر چې تورې دریشي او تور مولونه یې وهلي وه، له مونږ څخه تقریبا ۷۰ متره لیرې د زیتونو د ونو له مینځه راووتل، زمونږ لاسونه او سترګې یې راوتړلې، نږدې پوځي میشتځای ته یې ولیږدولو، او د تحقیقاتو په دروان کې يې ووهلو او شکنجه کړو”.

له فلسطین سره د یووالي د مبارزې ټولنه (PSC) وايي، په داسې حال کې چې په فلسطین کې د اسرائیلو لخوا ماشومان شهیدانیږي، BBC پرې ځان ناګاره اچوي، سترګې پرې پټوي، او برعکس له غزې څخه د راکټونو د توغیدلو خبرونه ورکوي.

دغه ټولنه وايي چې BBC ته يې په استولي پیغام کې پوښتنه کړې چې ولې يې لږ تر لږه د فلسطیني ماشوم د وژل کیدا خبر نشر نه کړ، د پیښې تفصیلي راپور خو پر ځای پریږده؟ د یادې ټولنې په وینا، د BBC ځواب دا وه چې “مونږ ته د هرې وژنې د راپور اجازه نه شته”. یاده ټولنه زیاتوي چې مونږ هم نه پوهیږو چې ولې BBC د فلسطیني ماشومانو په وژل کیدلو سترګې پټوي.

دغه ټولنه یو ځل بیا وايي:

“د BBC له موقف څخه داسې ښکاري چې دوی ته د فلسطینیانو ژوند د اسرائیلو په پرتله ډیر ارزانه دی”.

د ۲۰۱۲ په نومبر کې د (HangTheBankers) په نامه یوې انګلیسي ویب پاڼې تر دې سرلیک لاندې (کله چې BBC د خپل عکاس په زوی چې د اسرائیلو لخوا په شهادت رسیدلی، سترګې پټوي د نورو فلسطینیانو به څه حال وي؟) یوه مقاله خپره کړه. په مقاله کې د BBC اسرائیل پلوی موقف سخت وغندل شو، د مقالې په وینا، د BBC د عربي څانګې د عکاس (جهاد المشهراوي) یو کلن زوی چې د اسرائیلو په لاس شهید شوی وه BBC یې یادونه قدرې هم ونکړه، په داسې حال کې چې نورو رسنیو به د BBC د دغه کارمند د زوی د شهادت راپورونه ورکول.

په ۲۰۰۹ کال په غزه د اسرائیلو تر برید وروسته BBC د غزې د اوسیدونکو لپاره د (بشري) مرستو له راجلبولو څخه په دې دلیل ډډه وکړه چې په وینا ئې بې پریتوب ئې زیانمن کیږي.

دغه راز په ۲۰۰۱ کال د حماس اسلامي غورځنګ اعلان وکړ چې د دې ډلې د یو وتلي مشر (جمال منصور) دفتر ته د BBC له ادرسه د ټلیفون زنګ راغی، او څو شیبې وروسته دغه ځای د اسرائیلي چورلکو لخوا بمبار او د حماس نوموړی مشر په شهادت ورسول شو.

که څه هم BBC له پیښې څخه ځان بري ګڼي، خو د فلسطینیانو ترمینځ لا هم داسې باورونه شته چې د BBC لخوا په دفتر کې د جمال منصور د موجودیت د اطمنان لپاره له نوموړي سره ټلیفوني اړیکه نیول شوې وه. 

 

د یادونې وړ ده چې BBC په لویدیځه نړۍ کې د اسرائیلو په طرفدارۍ تورنه ده، او له فلسطیني ولس سره د BBC د مور او میرې سلوک وخت پر وخت د لویدیځوالو فعالانو نیوکې او غصې راپارولي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x