
ینس سټولټنبرګ: عرب متحده امارات او قطر افغانستان ته پوځیان رالېږي
نن ټکی اسيا ( پنجشنبه، ۲۵ لړم ۱۳۹۶): د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، عرب متحده اماراتو او قطر ورسره منلې ده، چې افغانستان ته د ناټو په چوکاټ کې پوځیان ولېږي.
د ناټو عمومي منشي اسوشيټېډ پریس اژانس سره په مرکه کې ویلي، په راتلونکو شپږو اوونیو کې به ناټو افغانستان ته دومره پوځیان ولېږي، چې اړتیا ورته لیدل کېږي.
ده ویلي، له یو شمېر هېوادونو سره په خبرو بوخت دی، چې افغانستان ته خپل پوځیان ولېږي.
د ناټو د عمومي منشي په خبره، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال جان نیکلسن هغه هیله به پوره کړي، چې د ۱۶زره اضافي ځواکونو غوښتنه یې کړې وه.
د ناټو عمومي منشي د قطر او عرب متحده اماراتو د ځواکونو د لېږلو کره نېټه نه ده په ډاګه کړې؛ خو ویلي یې دي چې راتلونکي ۲۰۱۸ کال کې به د یادو هېوادونو ځواکونه افغانستان ته ولېږل شي.
له دې وړاندې امریکا هم ویلي وو، چې افغانستان ته به ۳زره اضافي ځواکونه ولېږي.
په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې له ترکیې وروسته قطر او عرب متحده امارات به وروستي مسلمان هېوادونه شي چې افغانستان ته پوځیان لېږي.
په بروکسل کې د تېرې اوونۍ د ناټو په عمومي ناسته کې د ناټو چارواکو له افغان حکومت غوښتي وو، چې د جګړې پرځای په سوله هم فکر وکړي.
د امریکایان راتک افغانستان فایده هم لری او تاوان هم . فایده یی داده چی بعضی افغانان ته شهدات په نصیب شو . تاوان دادی چي بعضی افغانان بی دینه شول مونږ یی په راتک د ایما په اساس نه خفه کیږو.