نظــر

ښه نو دا انتخابات وه؟!!

د امریکا په مشری نړیوال کفر او د کابل د ګوډاګۍ ادارې غلام چارواکي به خوښ وي چې ګواکی بیا ئې افغان ولس ته په سترګو کې خاورې  واچولې، بیا ئې د ټولټاکنو تر نامه لاندې خپله ډرامه ترسره کړه او بیا ئې دې ته لاره هواره کړه چې د ارګ په ګدۍ  یو بل ګوډاګې د ولس مشر په حیث کینوي!! مګر داځل نو هر چا ولیدل چې ټولټاکنې څه ډول تیری شوې، عجیبه خو دا وه چې لا د رای اچونې مرکزونه خلاص نه و خو د اسلامي امارت مجاهدین په دښمن رڼا ورځ توره شپه کړه، مطلب دا چې د اسلامي امارت مجاهدینو خپله خبره رښتیا کړه همغه ډول چې ویلي وو په درست هیواد کې ئې د دښمن مرکزونه تر اور لاندې ونیول، او د ټولټاکنو تر نامه لاندې صلیبي توطیه ئې شنډه کړه.

که څه هم امریکايي کاسه پاکان به وایي چې ټاکنې ئې ترسره کړې خو موږ وایو شرم ښه شې دی مګر چې په چا کې وي، که چیري تاسو شرم درلودای نو اوس به مو داسې ادعا نه کوله، ځکه چې په ټول هیواد کې مو انتخاباتې مرکزونه، نظامي کاروانونه، سیمه ییزی امنیتي پوستې او ستر پوځې مرکزونه تر اورنیو بریدونو لاندې وو، یواځې په څو ښارګوټو کې دغه ډرامه ترسره شوه چې دبطلان لپاره ئې دا هم یو مهم دلیل دی، نه خو د څو ښارونو خلک ټول د هیواد استازي دي او نه هم یو څو ایمان پلورونکي د ټول ملت برخلیک ټاکلې شي، هسې ځان غولونه وه او بل څه نه ؤ.
په یوه ويډيو کې چې د فیسبوک په ټولنیزه شبکه کې خپره شوې ده ښکاري چې په یوه انتخاباتې مرکز کې یوه ښځه چې د پیژندنې کارت ئې په غاړه اچولې تر شک لاندې ده یو وایي دا نر دی بل وایې دا ښځه ده!! دومره ذلت او دومره بې شرمي؟! په اخر کې بیا ورته وایې ورشه هغه کوټې ته چې زموږ ښځینه کارمندانې دې د نرتوب او ښځیتوب معلومات وکړي!!

دا هم د وارخطا دښمن د ویری حالت ؤ چې نر او ښځه ئې سره نه شول توپیر کولای نو نور به لا  څومره وارخطا وه؟ دښمن چې له مخکې ئې د ۴۰۰۰۰ تنو امنیتي کسانو دګمارلو خبره کړی وه مګر په دې ورځ ئې بیا تر ۵۰۰۰۰۰ تنو امنیتي کسان د ټاکنو د امنیت د ساتنې په موخه ګومارلي وو!! همدا راز دښمن ادعا کوله چې ولس به  په پراخه کچه په اصطلاح ټولټاکنو کې برخه واخلي، خو هر چا ولیدل چې یواځې له څـو ښارونو پرته په بل یوه ځای کې هم چا په دې ډرامه کې برخه وانخیسته، چا ته خپل اسلامي او افغاني احساس اجازه نه ورکوله او چا چې دا دواړه هیر کړي و هغوی د اسلامي امارت د مجاهدینو د بریدونو له ډاره له کوره نشول راوتلی، آيا همدې ته ټولټاکنې وایي؟!!

وارخطا دښمن په رسنیو کې ټوله ورځ د تیرو ټولټاکنو زاړه عکسونه نشرول او ویل ئې چې دا دي خلک په انتخاباتو کې شریک دي!! موږ پوهیږو چې یو څو ایمان پلورونکو د افغانیت او انسانیت دښمنانو ته لبیک ووایه او په دغه صلیبي پروسه ورګډ شول مګر هغوی لا له مخکې پلورل شوي وو چې اسلامي او افغاني احساس ورسره نه ؤ.

دا چې د ټاکنو په ورځ د اسلامي امارت مجاهدینو په ټول هیواد کې خپل بریدونه روان ساتلي وو نو تقریبا له څلورو دری برخې انتخاباتې مرکزونه په بشپړ ډول تړلي پاتې شول او پاتې هغه ئې د مجاهدینو تر تندریزو بریدونو لاندې و، مګر عجیبه خو دا وه چې کله د میدان وردګو ولایت نه یو تن بهرني خبریال داسې راپور ورکړ چې د ټاکنو ځينو مرکزونو ته ولاړو هيڅ رایه ورکونکي نه ترسترګو کیده مګر کله مو چې د رایو صندوقونه ولیدل نو ټول ډک وو!! اوس دې هر د سلیم عقل څښتن قضاوت وکړي چې ټولټاکنې همداسې وي؟ ولس په کور ناست او د رایو صندوقونه ډک دي!!

الحمدلله  د اسلامي امارت د مجاهدینو هغه ادعا هرچاته رښتوني ثابته شوه چې ویل ئې دا یوه صلیبي ډرامه ده، هر څه وخت د مخه ټاکل شوي دي او رایه اچونه هسې خلکوته په سترګو کې خاوری اچول دي، هر چا ولیدل او خبر شول چې په دغه نمایشي انتخاباتو کې څه ترسره شول او څه ډول ترسره شول؟

تاسو وګورۍ د اسلامي امارت مجاهدینو د همدې ورځې له سهاره بیا د شپې تر یوولسو بجو ۱۰۸۸ بریدونه ترسره کړي دي که  څوک له ضد او عناد نه په خلاص زړه قضاوت وکړي نو د مجاهدینو په بریالیتوب به ضرور اعتراف کوي لاندې د هغه بریدونو لمړني معلومات دي چې په په ټوله ورځ کې ترسره شوي دي:

ننګرهار۱۲۳ بریدونه،
خوست۵۸    //
پکتيکا۲۸   //
ميدان وردګ ۳۱  بریدونه
کونړ۶۶  //
بدخشان۲۵   //
پروان ۴۹   //
بلخ ۴   //
سمنګان    //
کندوز۵۶  //
کاپيسا۲۲   //
کابل۲۱  //
پنجشير
نورستان ۳۸   //
بغلان ۲۵  //
لغمان ۸۷  //
پکتیا ۴۹   //
جوزجان ۱۱  //
غزني ۷۶  //
بامیان ۲  //
تخار۵ //
لوګر۶۲ //
زابل ۴۲ //
کندهار۱۸ //
هلمند۵۳ //
ارزګان ۳۴ //

 اوهرات، بادغیس ، فاریاب، دايکندي، فراه اوسرپل کې مجموعا(۱۰۳) بریدونه ترسره شوي دي.

اوس دی نو هر د سلیم عقل څښتن قضاوت وکړي چې څوک په خپله ادعا کې رښتوني وو او چا خپله خبره رښتیا کړه.

———————–

د لیکوال نظر دی، زموږ توافق ورسره ضروري نه دی. اداره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x