نظــر

د ادبي غلو فيسبوکي اربکيان

عبدالمالک همت

ما هم بېخي ډېر اورېدلي او هم پوهېږم چي په افغانستان کي د شتمنيو غله، لاري وهونکي، انسان تښتوونکي، کيسه بران او داسي نور داړه ماران هم په غټانو کي ملاتړي لري او هم په لنډغرو او لغړيانو کي، خو داخبره مي نه اورېدلې وه او نه مي په زړه کي راتېره سوې وه چي علمي او ادبي غله دي هم ملاتړي، اربکيان او لنډغر ولري. هو رشتيا يو مهال مي په العربيه نټ کي په مصر کي د ادبي غلاوو په اړه په يوه مضمون کي ولوستل چي د مصر يو ډاکټر (نوم مې نه دی په ياد) د العربيه نټ د خبريال د پوښتني په ځواب کي وويل: ”په لوېديځ کي که څوک په علمي او ادبي غلا تورن سي نو د عالمانو په منځ کي يې حيثيت را پرېوزي او هيڅ عزت او آبرو ورته پاته نه سي، خو د تعجب خبره ده چي په مصر کي ادبي او علمي غلا د هغې د تر سره کوونکي شان او حيثيت لوړوي او عجبه يې لا دا لکه څنګه چي د ادبي غلا د جرئت کوونکو عزت او درناوی کيږي، هغونه د رشتينو ادبپوهانو او څېړونکو دا نه کيږي، بلکي دغسي غله په هر ځای کي ښاغلي او د حرمت څښتنان وي، ناکره کره کتونکي او د بې معياره رسنيوکارکوونکي، غوړه مالان او بې مغزه کسان يې په درواغجنو ستاينو نازوي او نورعوام کالانعام ډول ډول سوغاتونه او داسي نور ورته ډالۍ کوي. خو له بده مرغه ډېرهغه کسان چي د دغو غلو غلاوي هم ښې ورمعلومي وي په اړه يې هيڅ نه وايي، پر خولو يې لاسونه نيولي وی او وايي وېرېږو چي د دغو غلو ملاتړي اربکيان مو تر ګرېوانو ونه نيسي او کالي را باندي څيري نه کړي“.

تاسي به خبر ياست که نه چي د افغانستان د ملي تحريک ګوند مشر، د کابل پوهنتون استاذ، د ژوندون ټلويزيون سروال او سياستوال او اديب پوهاند محمد اسماعيل يون صاحب څو کاله مخکي د پوهنوالۍ د رتبې د اخيستلو لپاره د کره کتني په نامه يو کتاب ليکلی دي، خو له بده مرغه چي په دې کتاب کي يې زما د (ادب او ادبي کره کتني) کتاب له بېلو بېلو پاڼو څخه يوه لویه برخه د ليکوالۍ او تحقيق د منلو سوو آرونو او مأخذ ښوولو خلاف را اخيستې ده او له نورو کتابونو څخه يې څه نوره غلا او ښکاره پر ور اضافه کړې او خپور کړی يې دی.

کله چي دده دغه کتاب زما لاسته راغی، اړ سوم چي له خپل ځان، خپلو معنوي حقوقو او خپل کتاب څخه د ننګي لپاره او د دې لپاره چي ناري کړم چي: مه راګورئ غله دي، په دې وروستيو ورځو کي ما د يون صاحب له خوا زما له کتاب څخه د ادبي غلا په هکله فيسبوک او نن ټکي آسيا ويبپاڼي ته يوه ليکنه ورکړه، چي له دې امله ډېرو حق پالونکو دوستانو د يون صاحب د دې عمل پر ضد جدي غبرګونونه وښوول او د پوهاند يون دا کړنه يې سخته وغندل. خو له بده مرغه د يون صاحب د دې ادبی غلا په اړه چي داده اوس بربنډه او برملا سوه، د کابل پوهنتون له منسوبينو څخه هيچا هم څه ونه ويل. نه پوهېږم چي لامل به يې څه وي؟

بله جالبه داده چي د يون صاحب مورد بحث کتاب پوهاند محمد صابر خويشکي، پوهاند دوکتورعبدالقيوم قويم اوپوهنوال احمدشاه زغم کتلی او پر هغه يې تقريظونه ليکلي دي او پوهنتون هم دغه کتاب د پوهنوالۍ د علمي رتبې لپاره منلي دي، خو له دوی څخه هيڅوک هم دغومره نه دي پوه سوي چي دا کتاب له جدي ادبي غلاوو څخه ډک دی. آفرين دي د پخوا مهالونو پرعربو نقادانو او ادبپوهانو سي چي هيڅ ډول وسايل يې په لاس کي نه ول، خو بيا به يې هم د ادبي غلو له شعرونو او ليکنو څخه د غلاوو موارد را ايستل او خلکو ته به يې په ډاګه کول.

په هر صورت دلته زما خبره د يون صاحب د فيسبوکي اردليانو په اړه ده او فکر ورته وړی يم چي دا بيا عجب ساکښان دي؟! زما مقاله خو د يون د ادبي غلا په اړه وه چي په ما او يون اړه لري، دوی لره يې د خيره چي ماته په ناکوجاتو سر سوي ول. تاسي وګورئ د (صلاح الدين ايوبي) په نامه د يون صاحب يوه فيسبوکي اربکي داسي غير مؤدبه لهجه راته استعمال کړې ده:

” دیون صیب تش رګ ته هم تاسو نشۍ رسیدلای یې مه سپکوئ “.

بل بيا چي (سيف الرحمن نيازی) نوميږي راته ليکلي دی:

” وروره زه خو تاسو نه پيژنم او خداى شايد دى ، تر اوسه مې ستاسو په نوم کوم کتاب هم ندى ليدلى ، نه پوهيږم که داسې وي نو ديون صاحب ټول کتابونه به دغلا وي که څنګه داسې امکان لري“.

وه خدايه ! دا فيسبوک بيا څه بده بلا پيدا سوه چي هر نالايقه هر چا ته خوله پکښي ور اچولای سي او هر څه پکښي ليکلای سي. وايي : ” وهم دي چيري ډب دي چيري سي“. خبره په څه کي ده او دا سر ټمبه لنډغر له کومي خوا ورته ناست دی؟!

زه چي کله د دې فيسبوکي پايلوچانو(ښه خلک، عالمان او پوهان چي له فيسبوک څخه سمه ګټه اخلي نه ښيم) پوچو خبرو، بدرد ويلو، سپکو سپورو، سر ټمبه ګيو او يو پر بل تورونو او ګډو وډو ليکنو او ناسمو املاوو ته ګورم د (مطابقة الاختراغات العصرية لما اخبر به سيد البرية) کتاب خبره را په ياد سي.

بېخي ډېر کلونه دمخه يوه حاجي صاحب له سعودي څخه ماته څو کتابونه په سوغات کي راوړل. په دغو کتابونو کي نوموړی کتاب هم وو. د دغه کتاب ليکوال احمد الغماري نوميږي. د کتاب د خپرېدو پر مهال تليفون، تلګراف او راډيو وه، خو دا نور وسايل لا نه وه راوتلي. دغه ليکوال د خپل دغه کتاب په ۱۸ مخ کي ياد سوي وسايل د اخيري زمانې او قيامت له علامو څخه بللي دي او وايي چي په : (وَيَقْذِفُونَ بِالْغَيْبِ مِنْ مَكَانٍ بَعِيدٍ) آيت کي لوی څښتن اشاره ورته کوي.
د دغه آيت بشپړ متن دادی:

﴿ وَقَدْ كَفَرُوا بِهِ مِنْ قَبْلُ وَيَقْذِفُونَ بِالْغَيْبِ مِنْ مَكَانٍ بَعِيدٍ (53)﴾ [سبأ:۳۴: ۵۳].

او ژباړه يې داسي ده:

”او (څنګه به په آخرت کي له دوی څخه ايمان راوړل ترلاسه او ځني قبول سي، په داسي حال کي چي) دوی دمخه لا (د دنيا په ژوندانه کي) له ايمان راوړلو څخه انکار کاوه او له حق (او علم) څخه له ليري لوري يې اټکلي ګومانونه او ناسم نسبتونه (ښکنځل او بدويل) کول (، لکه چي د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په هکله يې ويل چي : کوډګر، کاهن او شاعر دی؟!)“.

نوموړي ليکوال د خپلي خبري د ثبوت لپاره د حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم ډېر احاديث هم راوړي دي. البته پر دغه کتاب نور عالمان څه اعتراضونه هم لري. خو که د دغه ليکوال دغه تعبيرسم وبلل سي، نو د تليفون، تلګراف او راډيو پر ځای همدا اوسنی فيسبوک او دې ته ورته نور دا اوسني نوي رامنځ ته سوي وسايل بايد د قيامت د راتلو له اصلي نخښو څخه وبلل سي. ځکه هماغه مهال په تلګراف، تليفون او راډيو کي له ليري څخه دغسي اټکلي، نادودي او ګوماني خبري او نسبتونه او بدويل چي همدا اوس يې دا لنډغر په فيسبوک او نورو کي له ليري يوبل ته کوي دونه نه کېدل، دغه خبري اوس په فيسبوک او نورو کي زياتي سوي دي او کوم کسان چي له فيسبوک څخه د دغسي خبرو لپاره ګټه اخلي ښايي د دغه آيت مصداق وي. والله اعلم . الله دي خپل فضل وکړي.

ښه، خبري خو ډېري دي، زړه ډېر ډک دی: عجب دريست اندر دل ، اګر ګويم زبان سوزد ، وګر پنهان دارمش ترسم که مغز استخوان سوزد. نو اوس څه بايد وسي؟ خير، ادبي غلو او کټ او فيسټ والاوو ته او دغو پوچ ويونکو فيسبوکيانو او نورو ټولو مسلمانو وروڼو ته به يوه لنډه توصيه وکړم اوبس او هغه داده چي راځئ موږ ټول د اسلام او افغانولۍ لار په سمه او درسته توګه واخلو او اسلامولي او افغانولي پر خپلو ځانونو باندي ښه پلې کړو او سر له اوسه له دغو او نورو ټولو غير اسلامي او غیر انساني اخلاقو څخه په کلکه توبه وکاږو. دغه زموږ د ژغورني لار ده او که دغه لار وانه خلو ټول پوپنا کيږو وما علينا الا البلاغ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x