شعـــــرونه

خپل رواج مو بدل نه کړئ

رضوان الله ( فيضاني )

مؤمنانو خپل رواج مو بدل نه کړئ
خپل فرهنګ صفا مزاج مو بدل نه کړئ

د کفري نړۍ دامونو ته ځير اوسئ
پيوستون ښکلی علاج مو بدل نه کړئ

د حريت هسکې شملې مو ټيټې نه شي
تور پټکي او تک سپين پاج مو بدل نه کړئ

غلامۍ نه خو مرګ سل ځله بهتر دی
آزادي او ياغي راج مو بدل نه کړئ

د خپل دين وطن په ننګ سرونه شيندئ
مست غورځنګ او توند امواج مو بدل نه کړئ

خپل ځانونه د اسلام مخې ته سپر کړئ
د ننګونو احتجاج مو بدل نه کړئ

د سرونو په بدل چې حاصلېږي
شهادت د عزت تاج مو بدل نه کړئ

( فيضاني ) د خپل نبي پر مسير درومئ
د قرآن ښکلی منهاج مو بدل نه کړئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x