دولت وزيري

دفاع وزارت سرحدي ځواکونو ته د پاکستاني بريدونو د متقابل ځواب امر وکړ

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۵لړم، ۱۳۹۶): د افغانستان د دفاع وزارت سرحدي ځواکونو ته امر کړی، که له دې وروسته له پاکستاني لوري پرې د توپونو ډزې وشي، دوی دې هم متقابل ځواب ورکړي.

د دفاع وزارت وياند دولت وزيري رسنيو ته ويلي: “چې د دغه وزارت له لوري خپلو ځواکونو ته لارښوونه کړې، که يې پر پوستو يا پوځي مرکزونو ډزې وکړې، نو هلته پراته قطعات دې بغير له اجازې متقابل ځواب ورکړي”.

نوموړی وايي، چې له تېرو څلورو ورځو راهيسې د پاکستان له لوري يوځل بيا د کنړ او ننګرهار پر سرحدي ولسواليو د هغه هېواد له لوري د توپونو ډزې کېږي، چې له کبله يې سلګونه کورنۍ کډې کولو ته اړ شوي دي.

افغان حکومت ويلي، چې ياده موضوع يې، له امريکايي چارواکو، د غوڅ ملاتړ د ماموريت له ځواکونو او ملګرو ملتونو سره شريکه کړې ده.

په باجوړ ايجنسۍ کې په پاکستاني پوستې له بريد وروسته دغه هېواد يوځل بيا د افغانستان پر کنړ ولايت د توپونو بريدونو ته زور وکړی دی، چې ځايي اوسېدونکو له حکومته غوښتنه کړې چې د دغه بريدونه مخه دې ونيسي.

دفاع وزارت وايي، د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه له اسلام اباد سره په تماس کې، څو ژر تر ژره د دغه بريدونو مخه ونيول شي.

تېره اوونۍ په باجوړ کې وسله والو د پاکستاني ځواکونو په يوه پوسته بريد وکړ، چې د دغه هېواد د پوځ په وينا په دغه بريد کې دوه پوځيان ووژل شول او څلور نور ټپيان شول.

پاکستان وايي، دغه بريدګر له افغان غاړې ور اوښتي و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د