دیني، سیرت او تاریخ

فکری جګړې / لمړی برخه

بسم الرحمن الرحیم
الحمدلله وصلوة وسلام علی رسول الله وعلی آله واصحابه ومن والاه ومن اتبع ستنه الی الدین اجمعین وبعد،قال لله تبارك وتعالی “ولن ترضى عنك اليهود ولا النصارى حتى تتبع ملتهم قل إن هدى الله هو الهدى ولئن اتبعت أهواءهم بعد الذي جاءك من العلم ما لك من الله من ولي ولا نصير۝” و قال لله تبارك وتعالی “… والفتنة أكبر من القتل ولا يزالون يقاتلونكم حتى يردوكم عن دينكم إن استطاعوا الآيه ۝”

د هر څه نه مخکی زه مسلمه امت ته داسلامی جهاد او انقلاب د یهودو او نصراؤ په مقابل کي د بري او کامیابۍ مبارکي ورته وایمه، زه پدی باور یم چی یهودو اونصراؤچی  د اسلام سرسخت دښمنان دي نن ورځ دسختی ماتي سره مخ دي.

مګردښمن به د خپل دعسکرې ماتي او تورمخۍ غچ اوبدله د اسلامی امت نه په یوه داسي جګړه کي واخلې چی ډیره خطرناکه او مضره  ده چی   فکری جنګړه ورته وایی.

دښمن هڅه کوي چی دغه عسکري جګړه په فرهنګی جګړه بدله کړی. او دا یوه حساسه مرحله ده ، پدغه مرحله کی باید د امت ځوانان او د فکراونظر خاوندان هغو نوو قیادتونواو اشخاصو ته چی په راتلونکی کی د دي امت د پوهاوی او پوهني مسؤلیت په غاړه لري  هغوی باید په دغو زوایاؤو باندي وپوهول شي چی فکر څه شی دی،فکری جګړه څه ده ، دا څه رنګه اوچا سره کیږي ،وسايل یی څه ډول ډي، طریقه يي څرنګه ده او تر شا یی څوک ولاړدي او مقابله یی څه ډول کیدایشي،د مقابلي لپاره یی کوم کوم وسایل او کوم منهج او تګلاره پکار ده؟

راځې چی د ځانه دا پوښتنه وکړوچی آیا په موږ کی دا وړتیا شته ده چی د دغه خورا لوی فکری یرغل مقابله وکړو چی په هغه کي سل ګونه زره مؤسسي په کار لګیا دي،سل ګونو راډیوګاني نشرات او تبلیغات کوي او لس ګون تلویزونونه  فعالیتونه کوي چی څرنګه مسلماني ټولني او په ځانګړي ډول هغه ټولني چې د دښمن سره په جګړه اخته دي د خپل تاثیرلاندي راولې،دا یوه ډیره حساسه مرحله ده  نو پدغه لارکي چی څوک د دښمن د فکری جګړي د مخنیوي لپاره مبارزه کوي د الله  ﷻ  نه ورته  د لابریالیتوب سوال کؤم او الله  ﷻ  دی وکړی چی مسؤلین د دي امت چی علماء دي خپل ټول فکر او وخت د دښمن د دي لوی یرغل په خنثي کولوکي صرف کړی او د اسلامی امت د ځوانانو ضمیراووجدان د دغې جګړه مقابلي ته چمتو کړی  تر څو ځوانان د خپل  اسلامی فکر ځانګړتیاوي او مشخصات وپیژني او د دښمن د غیر اسلامی فکر مشخصات ځان ته معلوم کړی تر څو وکولایشي چې د دښمن سره د فکر د تعامل په طریقه باندي پوه شي او د دښمن سره د فکر په لحاظ څرنګه چلند وکړي نو بیا د دی ویره نوي چی په راتلونکي کي خدائ مکړه بیا داسي دوکه شو لکه څرنګه چې په تیر کي هغو خلکو چی د مسلمانانو رهبری یی کوله وغولیدل او وښوییدل او د خپلو لویو لویو ږیرو، پګړویواود ټولو اسلامی او ملی ارزښتونو په خلاف یي د صلیب چوپړ ته یي ځانونه وقف کړ او د صلیب بیرغ لاندي ودریدل ان تردی چې د خپل ملت او اسلامی فرهنګ په خلاف د صلیب ترڅنګ یوځاي د یو نیم ملیونو شهیدانو دوینو سره يي خیانت وکړو.

د پرونیو اود تیرو ناکامیو اسباب او عوامل دا وه چی موږ په تیر کي یواځي مو په شعارونو اکتفاء کړي وه او یواځي د ډولو او ټپلو په ډیرونه کي وؤ د کمیت ډیروالی مو د کامیابۍ شرط ګڼو مګر کیفیت ته متوجه نه وؤ لکه څرنګه چی الله  ﷻ  فرمایئ:

 “لقد نصركم الله في مواطن كثيرة ويوم حنين إذ أعجبتكم كثرتكم فلم تغن عنكم شيئا وضاقت عليكم الأرض بما رحبت ثم وليتم مدبرين۝ ” سورة التوبة

د ډیروالی سره سره لوی لوی  تنظیمونه ،غټ غټ رهبران  او لوی لوی شخصیتونه د خپلو ټولو داراو دستی سره ورغلل او په رضاکارانه دول د دښمن په صف کي ودریدل او په ډیره کمه او ناچیزه تنخوا او پیسو يي ایمان او جهاد وپلورل،د دي علت دا وه چې دوي د خپل اسلامی فکر مشخصات او ځانګړتیاوي نه وه پژندلي او دخپل اسلامي فکر سره يي التزام نه درلودلو،او دخپل فکرسره يی د قربانۍ تعهد نه وه کړی،دوي یواځي په شعارونو تیروتلي وه او دخپل په شعارونو يي خلک تیریستلي وه،دغه شعارونه یواځي دوي اوریدلي وه او خپلو مغزو ته يي نه وه کښته کړي دوي پدغو ارزښتناکه شعارونو نه وه پوه شي چی خپلو مغزو ته یي کوز کړي دا شعارونه خو د صحابوؤ کرامو مغزو ته کوز شوي وه،هغه دا چې کله به کفارو په لاسونو صحابه اسيران شول نو کافرانو به یواسیر صحابه راوسته او په مخکي به يي ورته یو لوی دیګ دګرمواو خوټیدلو غوړیو  کېښوده ،غوړي به اشیدل اودهغوی یو  ملګری به یی د لاس او پښونه ونه وه او پدغه اشیدلو غوړیو کی به واچاوه دوي په سترګو ورته کتل چې دهغه به غوښي ختم شوي هډوکي به يي سپين د ډیګ سرته راوختل بیا به يي دی بل ته وویل چې ته څرنګه کوي اسلام نه اوړي که نه اوړي نو هغه به وویل چې نه زه هیڅ کله اسلام نه پریږدم، دا ځکه چې هغوی د خپل فکر او عقیده سره تعهد او التزام درلوده،د شعارونو خلک نه وه اونه يي یواځي په شعارونو اکتفاء کړي وه، که نن هم موږ په شعارونو بسنه وکړو او د نورو ځوانانو فکری روزنه ونکړو ، د دښمن دفکر مفردات ورونه پژنو اوکه د ټولو نه مخکي د خپل اسلامی فکر مفردات ورونه پژنو نو دا ویره بیا پر ځاي ده چې الله دی نکوي په راتلونکي کي به  بیا دغه مصیبت او پیښه تکراریږي.دا یوډیر لوي کاردی نو دی ته باید نوی نسل،ځوانان او مسؤلین متوجه شي او په اسلامی فکراو تعهد نوی ځوانان وروزل شي او همدارنګه باید  فکری بنسټیز مباحث او مناظري په مدارسو،جوماتونو او مکاتبو کي ژوندی کړو،ځکه چی زمونږ ژوند او مرګ،مال او اولاد د اسلامی فکر د ساتنې لپاره دی.

نور بیا…

لیکوال: مولوی محمد ادریس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x