د باران په وخت کې سنتونه

دکتور کفایت الله وردګ

باران د الله تعالی رحمت او نعمت دی او د ټولو نعمتونو په څېر یې انسان هغه وخت په قدر پوهیږي کله چې دا نعمت له خلکو څخه واخیستل شي نو بیا انسات ته ورښکاره کیږي چې څومره ضروري نعمت دی نو کله چې په انسانانو باندې دا نعمت او رحمت وریږي په هغه وخت کې هم څه سنتونه دي چې پدې برخه کې یې د لوستونکو سره شریکوم .

لمړی سنت

د باران په وخت کې لمړی سنت دادی چې کله باران شروع شي انسان ووایي اللَّهُمَّ صَيِّبًا نَافِعًا (معنی دا چې یا الله فایده من باران یې کړې) .

د حضرت عائشې رضی الله عنها څخه روایت دی هغه فرمایي : رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله باران ولیدو فرمایل به یې : اللَّهُمَّ صَيِّبًا نَافِعًا . صحیح البخاري

او دا یوه دعاء ده څه معلومه ده چې الله د چا دعاء قبلوي کېدای شي پدې وخت کې الله تعالی ستا دعاء قبوله کړي او دا باران ستا د دعاء په برکت د ټولې علاقې لپاره د فایدې او برکت سبب شي او له بله پلوه په یوه سنت باندې عمل کول غوره کار دی او دا ثواب به هم ستا په برخه شي .

دوهم سنت

باران په ځان باندې پرېښودل

کله چې باران وریږي نو انسان پریږدي چې په ځان یې یا په سر یې باران وشي دا هم سنت دی ځکه باران د الله تعالی رحمت دی او دا د انسان لپاره ښه قسمت دی چې د الله رحمت یې په ځان ولګیږي البته دومره نه چې ځان ورباندې لوند کړي او ځان ته تکلیف جوړ کړي د حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمايي مونږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو چې په مونږ باندې باران شروع شو رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپل ځان مبارک څخه څه جامه را ټوله کړه ترڅو باران ورباندې وشي ما ورته وویل : رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې ولې کوې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وویل : ځکه دا اوس اوس د رب له لوري نازل شوی دی .

امام نووي رحمه الله فرمایی مطلب یې دادی چې الله تعالی همدا اوس پیدا کړی دی او مبارک شی دی نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورباندې تبرک حاصلولو .

د حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چې باران شروع شو هغه خپل غلام ته امر وکولو چې دا زما بستره او سامان ور وباسه چې لږ د باران څاڅکي ورباندې ولګیږي حضرت ابو الجوزاء رحمه الله وویل : الله د پرتا رحم وکوي داسې ولې کوې؟ هغه وفرمایل : ولي تا د الله په کتاب کي نه دي لوستلي چې الله فرمایی : ونزلنا من السماء ماء مباركاً (او مونږ نازلې کړې دي له اسمان څخه اوبه مبارکې) نو د باران اوبو ته الله تعالی مبارکې ویلي دي زما خوښيږي چې دا مبارکې اوبه زما په بستره او سامان باندې ولګیږي . اخرجه البیهقی

کله به چې باران شو حضرت علی رضی الله عنه به ور ووتلو سر به یې ورته ونیولو چې په سر به یې باران وشو سر او مخ به یې په هغو ابو سره مسح کړل او بیا به یې وویل : دا برکت دی د اسمان له لوري نازل شوی دی چې تر اوسه پورې نه د چا په لاس او نه کوم لوښی ورپورې لګېدلی دی .

دریم سنت

د باران په اوبو اودس کول

د باران اوبه چې ډېرې خړې نه وي ، لکه د غرونو څخه چې را ښکته کیږي هغه یو څه پاکې وي اویا په کوم لوښي کې وساتل شي او خاوره پکې ډېره نه وي چې د انسان بدن خیرن کړي نو اودس ورڅخه کول هم سنت دي .

امام نووي رحمه الله فرمایي : کله چې د باران اوبه وبهیږي له هغې نه اودس کول او غسل کول مستحب دي روایت شوی دی چې یو وخت رسول الله صلی علیه وسلم چاته وویل : مونږ دې فلاني خوړ ته ور وباسئ چې له هغو اوبو نه اودس وکوو چې الله تعالی ورته طهور ویلي دي او پدې سره د الله تعالی حمد اداء کړو .

څلورم سنت

دعاء کول

کله چې باران را ښکته کیږي دا وخت د هغه وختونو څخه یو دی چې اکثر پدې وخت کې دعاء قبلیږي کله چې انسان ویني چې باران وریږي باید دا وخت غنیمت وګڼي او د ځان لپاره د مؤمنانو لپاره د خیر دعاء وکوي په یوه حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : ثنتان ما تردان : الدعاء عند النداء ، وتحت المطر . صحیح الجامع

ترجمه : دوه (دعا ګانې) نه رد کیږي (قبلیږي) د آذان په وخت کې دعاء او تر باران لاندې دعاء .

په مختلفو روایاتو کې دا خبره راغلې ده چې کله باران وریږي پدې وخت کې د مؤمن دعاء قبول ته ډېره نېږدې وي نو کله چې باران وریږي خپل حاجتونه الله تعالی ته وړاندې کړئ .

پنځم سنت

تر باران وروسته شکر ویستل

باران د الله تعالی رحمت او نعمت دی کله چې وشي نو باید انسان یې شکر وباسې او د هر نعمت چې شکر وویستل شي د هغې دری فایدې وي یوه دا چې دا نعمت د بنده لپاره ډېره فایده من ثابتیږي بل دا چې دا نعمت انسان ته بیا بیا ورکول کیږي دریم دا چې شکر ویستل لوی ثواب او اجر لري نو انسان له څخه برخه من شي .

همدارنګه چې کله باران ودریږي داسې دعاء کول هم سنت دی: مطرنا بفضل الله ورحمته .

ترجمه : پر مونږ د الله تعالی په فضل او رحمت سره باران وشو .

د حضرت زید بن خالد الجهنی رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایی رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته په حدییبیه کې د سحر مونځ پداسې حالت کې راکړو چې د شپې باران شوی وو کله یې چې مونځ ختم کړو نو مونږ ته یې مخ را واړولو او ویې فرمایل : تاسې خبر یاست چې ستاسې رب څه وویل؟

صحابه کرامو ورته وویل : الله تعالی او د هغه رسول ښه خبر دي الله وفرمایل : سحر کړو زما بندګانو یا مؤمن او یا کافر پر ما باندې نو هغه چې ویې ویل : پر مونږ د الله تعالی په فضل سره باران وشو نو دا کس مؤمن دی پر ما باندې او په ستوریو باندې کافر دی او هغه چې ویې ویل : پر مونږ باندې د فلاني او فلاني ستوري پر مخ باران وشو نو هغه پر ما باندې کافر او په ستوريو باندې مؤمن دی . متفق علیه

یاد ګېرنه : دا لړۍ مونږ ددې لپاره شروع کړې چې تر تاسې پورې یو سنت در ورسیږي ، که لتاسې نه هېر شوي وی در په یاد به شي ، که تاسې ته په یاد وي ستاسې لپاره به تکرار شي او که ستاسې نه وو زده دا به ستاسې لپاره نوي او مبارک معلومات شي د صدقه جاریه په نیت یې له خپلو ملګرو سره شریکول او ثواب ګټل یې ستاسې کار دی .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د