شعـــــرونه

غزل /طالب الهام

طالب الهام

تړ لی و مه ا نتظا ر په سزا
له بیګاه واخله ترسهارپه سزا

خدای دې کړي ورک داستادزلفولښکر
شمال دې وسپړي تار تار په سزا

ماشومان زړونه شهیدان شول پکې
حسن دې کلې کړل بمبار په سزا

له شکنجونه به مې خونداخستی
ستا دکمڅیو دګوزار په سزا

دښکلوحسن هم ځواکمن وګڼه
رسوي خلک قطار قطار په سزا

ناست یم قسمت ته په درشل دفکر
تا چې رجوع کړمه له پیار په سزا

ګیله مې نکړله له بل چاځینې
چې رسولم خپل نګار په سزا

ځواب مې نکړې ګوره هسې نه چې
چېرته به درشمه پکار په سزا

په سرومرموېې مینه نه ماتیږي
طالب الهام مړکړئ ددار په سزا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x