نظــر

ولور که دلوڼو او خويندو پېر و پلور!

ليکنه:الهام الخراساني

هغه معلوم مال چې دنکاح دتړلو پرمهال دمېرمنې لپاره پر خاوندانو فرض کړی شوی، په شريعت کې مهر بللی شي.

او په پښتني ټولنه کې ورته ولور وايې.

ولور هغه ډالۍ ده چې، د ميړه لخوا خپلي ښځي ته وړاندي کيږي، نه دا چې د هغې د خپلولو لپاره مقرر او ټاکلی قيمت دى.

الله جل جلاله خاوندانوته امر کړی:

(وَآتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً فَإِنْ طِبْنَ لَكُمْ عَنْ شَيْءٍ مِنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَرِيئًا) ۴/النساء .

ژباړه : او ورکړئ ښځو ته د هغوی مهرونه په خوښۍ سره ….

خو شريعت بيا د مهر لپاره مناسبه اندازه ټاکلې چې نه ډيره لوړه او نه هم ډېره کښته ده؛ بلکې د خيښانو د مالي ظرفيت او رضايت پوري يې منحصره کړيده مګر په حنفې مذهب کې غوره ده چې تر لس درهموبه کمه نه وي او په جمهور مذهب کې تر پنځه سوه درهمو زياته نه وي.

خو نن په پښتنه ټولنه کې دلور او خور دپلورلو لپاره مهر او ولور ديو ادبي نوم په توګه کارول کيږي،

دپښتون په سيمه دلوڼو اوخويندو دپېر او پلور لپاره يو ګرم بازار جوړدی.

چې پښتانه وروڼه او پلرونه پکې دغيرت په نوم دبې غېرتۍ سودا کوي.

خپلې لوڼه او خويندې لکه دڅارويو غوندې ښه په ازاده پیمانه خرڅوي او په پيسو يې نوی کاروبار او تجارت روانوي، غیرتي هم هغه څوک ده چې خپله لور،خور په لوړه بيه وپلوري او شرعي مهر مقرر ولو باندې ځان کموزوری او لور سپکه ګڼي.

خو که پوښتنه ترې کړې:

چې لور دې په څو خرڅه کړه؟ ځان ورته دومره غيرتي ښکاري چې بې له سرماتولو به دې پري نه ږدي؛

او چې ورته ووايې ولور دې څومره واخست لونګۍ به سمه کړي وای پنځلس لکه.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې:

چې دقيامت په ورځ به زه له دريو کسانو سره محاصمه او شخړه کوم يو دهغوی له جملې څخه هغه کس دی چې ازاد انسان پلوري. ابوداود
دولور دزيادت له کبله په ټولنې ډير ناوړه اثرات ولوېدل.

نحونې دولور دنه شتون له کبله خپل نيم عمر دپلار پر کور تېروي.

او زلمي دولور پوره کولو لپاره خپله ځوانې په لرو پرتو هېوادونو کې په مزدورېو کې تېره وي.

په پښتنه ټولنه کې ډير داسې ناوړه اعمال دود دي خو دا داسې عمل دی چې پر وړاندې یې څوک ګام نه پورته کوي

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ناپیژنده

محترمه سلامونه ستا دا ګیله پرځای ده چی د ولورډیرزیات اخيستل یو ډیر ناروا رواج او عرف دي چی ځواني پیغلي او هلکان د بي لاري و خواته ورټیل وهي او بیا خصوصا د افغانستان په رقم یو غریب ملک کښی اما دا خبره یاد ساته چی شریعت د مهر د زیات مقدار اندازه نده ټاکلی نه په قوی حدیث کښی او نه په ضعیف حدیث کښی یوازی د مهر کم مقداريي ټاکلی چی پدی کښی زما په نظر دوه حکمتونه نغښتي دي یو دا چی بي مهره له یوي ښځی سره نکاح د نرتوب خلاف عمل ده یو سړی چی د یوي ښځي ادنی مقدار مهر ورنشي کړی نو بیا به هغه ددي ښځي نفقه چی پرده فرض ده هغه به څرنګه ورپوره کوی، دوهم دا چی پدی کښې د ښځو عزت نفس او آبرو او قدر خوندی ده که داسې نه وي ته یقین وکړه چی سړي به د ورځي یوه ښځه په نکاح کوی او بله به طلاقوی، هو ستا دا خبره صحیح ده چی د مهر په مقدار کښې باید له حده زیاته مبالغه ونشی لکه څرنګه چی زمونږاو ستاسو د هیواد په ځینو سیمو کښې دا حالت روان ده ځکه حضرت عمر (رض) هم وايي چی په مهر کښې د زیاتي مبالغی نه باید ډډه وشي. د مهر دزیات مقدار اندازه د مختلفو سیمو د خلکو د عرف، عاداتو، حال احوال او مصالحو له مخی ټاکل کيږي او دا په یوه حال او ثابت نه وي کوم ته چي په اسلامي فقه کښې مهر مثل وايي. مننه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close