افغانستان

کندوز کې د رایو پر لېږدونکي موټر چاودنه شوې

نن ټکی آسیا: د کندوز ولایت امنیتي چارواکي خبر ورکوي،چې د دغه ولایت د خان اباد ولسوالۍ په اقتاش سېمه کې رامنځته شوې او درې تنو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د کندوز د امنیه قوماندانۍ ویاند سید سرورو حسیني په وینا، چاودنه نن سهار هغه مهال را منځته شوه، چې کله د ټاکنو کارکوونکو غوښتل، چې په سېمه کې د کارول شويو رایو صندوقونه، په کندوز کې مرکز ته ورسوي.
نوموړي ویلي، چې په پېښه کې یو پولیس، یو د ټاکنو کمیسیون کارکوونکی او بل موټر چلوونکی شامل دي.
ویل کېږي، چې په چاودنه کې د رایو زیات شمېر صندوقونه هم له منځه تللي؛خو کره شمېر یې جوت نه دی.

همدارنګه د موټر د نوعیت په اړه هم څه نه دي ویل شوي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو له مخکیني ګواښ سره سم ویلي، چې یوازې د ټاکنو په ورځ يې د انتخاباتو پر دفترونو او افغان امنیتي ځواکونو او نورو اړونده چارواکو ټول ټال ۱۰۸۸ بریدونه ترسره کړي او دا بریدونه به ادامه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x