
د ځان پر ضد
ثاقب شينواری
د «مجاهد افغانستان» پر خلاف چيغې وهي
پاچا بې دينه د قران پر خلاف چيغې وهي
سپي را ولاړ دي د لېوانو ملګرتيا يې کړې
او د پادې او پادهوان پر خلاف چيغې وهي
د سره کافر د وحشتونو توجېه ګانې کوي
او مسلمان د مسلمان پر خلاف چيغې وهي
د ترهګر او ترورست او د ياغي په نامه
خلک اخته دي د خپل ځان پر خلاف چيغې وي
اورئ!؟ د سولې په نوم کفر ته تسليم وګړي
د شهيدانو د «ارمان» پر خلاف چيغې وهي
ثاقبه سخ دې دی د مينې لارويان راټول دي
د تا په ننګه، د جانان پر خلاف چيغې وهي
پاده: رمه
پادهوان: شپونکی