wada

«اوس چې ناوې چاغه ده ولور به هم ښه زیات ورکوي»

هند، پاکستان او بنګلادیش کې د افغانستان برعکس ولور اخېستل کیږي. افغانستان کې د هلک کورنۍ د انجلۍ کورنۍ ته ولور ورکوي خو په پورته دریو هېوادونو کې بیا د انجلۍ کورنۍ د هلک کورنۍ ته ولور ورکوي. په دغو هېوادونو کې خلک د خپلو لورګانو او خورګانو په واده کولو حیران وي.

دا خو ټولو ته څرګنده ده چې په هند کې د انجلۍ د کورنۍ څخه  ولور غوښتل کیږي  خو دې ځل ته څه بل ډول عجب کار شوی دی، د ناوې چاغښت له امله د هلک کورنۍ په طی شوي ولور کې د زیاتوالي غوښتنه کړې.

هندي رسنیو د راپورونو په اساس د هند په حیدر اباد کې یو هلک د یوې انجلۍ سره خپلوي وکړه، د دواړو کورنیو تر منځ په دې پریکړه وشوه چې د انجلۍ کورنۍ به په ولور (جهیز) کې ۱۰ لکه هندۍ کلدراې  ورکوي.

په ولور د روغې جوړې وروسته د انجلۍ کورنۍ د واده تیاریانې پیل کړې چې په دې کې هلک د انجلۍ کورنۍ ته تلیفون وکړ او ددوی په خوشحالیو يې اوبه واړولې.

هلک خپلې منکوحې (ناوې) ته په تلیفون ویلي چې ته ډیره چاغه يې نو له دې امله زه تاسره واده نشم کولای، خو په یو شرط  که ولور د ۱۰ لکو پر ځای ۱۵ لکه روپۍ راکړې  نو واده کوم، کنه زما لپاره د ښځو کمی نشته.

د انجلۍ کورنۍ د خبرې د ختمولو لپاره سیمییز سیاسي مشرانو سره خبره وکړه، بیا يې پولیسو ته عریضه وکړه  خو ددوی خبره هیچا وانه وریده، د انجلۍ کورنۍ اوس سرګردانه ده او د ډانګ او پړانګ تر منځ ګیره ده، دوی اوس نه پوهیږي چې ۵ لکه روپۍ نورې ورکړي او که له واده تېر شي؟

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د