نړۍ

هيومن رايټس واچ: د برما امنيتي ځواکونو پر مسلمانو ښځو جنسي تشدد کړی

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۶): د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې “هيومن رايټس واچ” ويلي چې د برما امنيتي ځواکونو او پوځ په هغه هېواد کې پر مسلمانو ښځو د جنسي تشدد سربيره د هغوی ماشومان هم وژلي دي.

د “زما ټول وجود درد و: په برما کې پر ښځو او نجونو د جنسي تیري کمپاین” په نوم د يادې ادارې له لوري په تازه نشر شوي راپور کې راغلي، چې د برما د پوځ او امنیتي ځواکونو له خوا د دغه هېواد په راخين ولايت کې په ځوانو مسلمانو نجونو جنسي تشدد، د هغوی د ماشومانو وژنه، سپکاوی او سخت ظلمونه شوي دي.

د دغه راپور ليکوونکي او د بشري حقونو د څارنې ډله وايي: “جنسي تجاوزونه د روهنګیا مسلمانانو پرضد د توکمه‎ییزې تصفيې د پوځي کمپاین اساسي برخه ده.”

د هيومن رايټس واچ په راپور کې له ۵۲ مسلمانو ښځو سره خبرې شوي، چې له ډلې يې په ۲۹ ښځو جنسي تيري شوي دي او د هغوی د سترګو پر وړاندې يې د ډېرو ماشومان، مېړونه او کورنۍ د برما پوځيانو وژلي دي.

راپور زياتوي، چې د روان ميلادي کال د اګست مياشتې له ۲۵ نېټې راهيسې د برما پوځ قتلونه، جنسي تيري، شکنجې او نور ډول ډول ظلمونه کړي دي، چې له کبله يې په راخين ولايت کې سلګونه کورونه سوځول شوي او په پايله کې يې شپږ لکه کسان بنګله دېش ته تښتېدلي دي.

د بشري حقونو د څارنې نړيوال سازمان د برما د پوځ دغه کړنې له بشري حقونو جدي سرغړونه بللې او زياته کړې يې ده چې دا جنايتونه بشري ضد جرم دی.

هغه خیریه ټولنې چې په بنګله‎دېش کې له کډوالو سره همکاري کوي، پر ښځو د جنسي تشدد د زیاتو پېښو خبر ورکړی دی.

د برما حکومت د جنسي تیريو په اړه د هيومن رايټس واچ خپاره کړي معلومات رد کړي دي.

سره له دې چې روهنګيا مسلمانان نسلونه نسلونه په راخين کې اوسېدلي، خو حکومت تابعيت نه ورکوي او بودايان له ډېرې مودې راهيسې پر هغوی بريدونه کوي او هغوی اقليت کډوال بولي.

د روهنګیا مسلمانان وايي، حکومت په سیستماتیک ډول غواړي چې مسلمان اقلیت له خپلو کلیو او بانډو څخه وشړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x