نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۵لړم، ۱۳۹۶): د کونړ امنیتي چارواکي وايي، چې پاکستاني ځواکونو په تېرو درېیو ورځو کې د کونړ پر شپږو ولسوالیو له ۱۰۰۰ ډېر توغندي توغولي، چې له امله سلګونه کورنۍ بېځایه شوي دي.
د کونړ امنیه قومندان پاسوال جمعهګل همت وايي، پاکستانيو ځواکونو په لومړۍ ورځ ۱۸۴، په دویمه ورځ ۳۴۲ او په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۴۹۶ توغندي توغولي دي.
پر کونړ د پاکستانیو توغندیو شمېر ۳۴۰ ته ورسېد
د همت په خبره، دانګام، شلطن، خاص کونړ، سرکاڼو، اسمار او مرورې ولسوالۍ سلګونه کورنۍ بېځایه شوي هم دي.
دی وايي، د توغندیو د لګیدلو له امله درې کورونه ویجاړ شوي، درې ملکیان ټپیان شوي او ۲۵۰ کورنۍ بېځایه شوي دي.
د کونړ امنیه قومندان زیاتوي، د پاکستانیو ځواکونو له لوري ډېر توغندي په شلطن ولسوالۍ لګیدلي او د همدې ولسوالۍ ډېر خلک بې ځایه شوي هم دي.
د کونړ ځايي خلک هم وايي، چې بېځایه شوې زیاتې کورنۍ د کونړ مرکز اسعد اباد ته تللي او په بد وضعیت کې دي.
د کونړ والي وحیدالله کلیمزی وايي، د بېځایه شویو کورنیو سره یې مرستې کړي او د اړتیا وړ توکي یې پرې وېشلي دي.
پاکستان په روانه اوونۍ کې د کونړ پر شپږو ولسوالیو د توغندیو لړۍ بیا چټکه کړې ده.
د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، چې پولهساتو ځواکونو ته یې امر کړی، که پاکستاني ځواکونه د توغندیو لړۍ ونه دروي، دوی دې متقابل ځواب ورکړي.
دفاع وزارت سرحدي ځواکونو ته د پاکستاني بريدونو د متقابل ځواب امر وکړ
پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې د کونړ پر بېلابېلو ولسوالیو توغندي توغوي؛ خو افغان امنیتي چارواکي یوازې یې غندي او د توغندیو شمېر ښيي.
د ننګرهار امنیتي چارواکي هم وايي، چې پاکستان پر اچین، نازیانو او لالپورې ولسوالیو په وقفهيي ډول توغندي توغوي.