افغانستان

نجیب احمدزی: ولسمشر زما د ګوښه کولو سره د قانون خلاف کار وکړ

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۵لړم، ۱۳۹۶): د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ګوښه شوی مشر نجیب الله احمدزی وايي، د ده ګوښه کول غیرقانوني وو او ولسمشر د قانون خلاف کار کړی دی.

تېره ورځ ناوخته د ګډ حکومت لومړي مشر اشرف غني د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر نجیب الله احمدزی له دندې ګوښه کړ.

ولسمشر غني د ټاکنو د خپلواک کمېسیون څخه غوښتي وو، چې د نوي مشر د ټاکلو لپاره نوملړ ورولېږي.

له دې وړاندې د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې د خپلمنځي اختلافاتو له امله شپږ کارکوونکي ګوښه شوي وو او ځینې لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي وو.

نجیب الله احمدزی تېر کال د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر ټاکل شوی و، چې تېره ورځ ناوخته ګوښه شو.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر له دندې ګوښه کړی شو

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر تېره شپه ناوخته له شمشاد سره په خبرو کې ویلي وو، چې هېڅوک یې له دندې نه شي ګوښه کولی.

حکمتيار: ټاکنې به يوازې هغه څوک ګټي، چې حزب يې ملاتړ کوي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې د ګډ حکومت د دواړو مشرانو ترمنځ اختلافات لا تراوسه دوام لري، چې له امله یې ځینې کارکوونکي ګوښه شول.

«راتلونکي ټاکنې تراوسه بې برخلیکه پاتې دي»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په راتلونکو دوو کلونو کې د ولسي جرګې، ولسوالیو شوراګانو او د ولسمشرۍ ټاکنې مخ کې لري؛ خو په دغه کمېسیون کې خپلمنځي اختلافات تراوسه دوام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x