
قطر د اخوان المسلمین د مشرانو د ورسپارلو غوښتنه رد کړه
د مصر د انټرپول مدیر تورن جنرال (مجدي الشافعي) ویلي چې قطر د اخوان المسلمین د هغو ۲۸ تنو مشرانو د ورسپارلو غوښتنه په نهايي توګه رد کړه، کومو چې د مرسي د حکومت تر ړنګیدلو وروسته دغه هیواد ته پناه وړې ده.
مجدي الشافعي وايي:
“مونږ له قطر سره د نړیوال انټرپول له لارې تماس ونیولو تر څو دغه مشران چې د وژنو په پارولو کې لاس لري، مونږ ته راوسپاري، خو قطر دا غوښتنه ونه منله”.
مجدي شافعي زیاتوي:
“قطر هغه معاهده نه ده لاسلیک کړې چې له مخې به ئې له مصر څخه تښتیدلي کسان تبادله کیږي، مونږ د عربي هیوادونو د ټولنې هغې معاهدې ته مراجعه وکړه چې د تښتیدلو کسانو د تبادلې ذکر په کې راغلی، ددغې معاهدې پر بنسټ د عربي هیوادونو ټولنې او همدا راز د مصر د بهرنیو چارو وزارت ډیرې هلې ځلې وکړې، خو قطر د مطلوبو کسانو ورسپارل رد کړل، دا ځکه چې قطر د اخوانیانو حمایت کوي”.
د مجدي شافعي په وینا دا مهال په قطر کې د اخوانیانو ۲۸ تنه مشران د پناه اخیستونکو په توګه اوسیږي.