افغانستان

کورنیو چارو وزارت : د طالبانو پر مختللي وسلې د انديښنې وړ دي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۵لړم، ۱۳۹۶):د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو له طالبانو سره د پر مختللو وسلو شتون د اندېښنې وړ خبره بللي او وايي په دې اړه يې پلټني پيل کړي چې طالبانو ته له کوم لوري یادي وسلې ورکول شوي.

د کورنيو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجيب دانش تېره ورځ وويل : موږ په دې اړه يو تخنيکي ټيم په کار ګمارلی تر څو معلومه کړي چې له طالبانو سره پرمختللي اسلحې د کوم هيواد دي، چا ورکړي او څنګه د دوی لاس ته رسېدلي دي؟

د حکومتي چارواکو په وينا طالبان د پاکستان په تورو بازارونو کې پر مختللي اسلحې په لږ قیمت رانیسي او له دولتي عسکرو سره په جګړه کې ترې استفاده کوي.

طالب ويندوی ذبیح الله مجاهد وايي : پرمختللي اسلحې مو له داخلي او بهرنيو سرتیرو څخه په بېلابیلو عملیاتو کې نيولي.

د کورنيو چارو وزارت وايي که د طالبانو د پرمختللو وسلو مخه ډب نه شي ، لرې نه ده چي د افغان ځواکونو مرګ ژوبله نوره هم زیاته شي.

یاد وزارت وايي وروسته له هغه يې د پلټني په موخه لستوڼي را نغښتي چې په فراه او کندهار ولايتونو کې يې لسګونه سرتيري طالبانو د همدې اسلحو په مټ وژلي.

د دولتي چارواکو په وينا د طالبانو هغي ټولۍ چې په پرمختللو اسلحو سمبال ده يوازي د رواني هفتې په دوو شپو کې له ۲۲ ډېر دولتي سرتيري په کندهار او فراه ولايتونو کې وژلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

د کابل د غلامی اداری په اړه قران فرمایی چه سترګی ، غوږونه او ژبه لری مګر نه د حق لیدنه ، نه د خق اوریدل او نه د حق ویل پری کولای شی دوی هغه وایی او هغه کوی چه کفری اشغلګر باداران یی ورته وایی . مګر د کابل غلامان سربیره پر پورتنیو نیمګړتیا وو حافظه یی هم له لاسه ورکړی ځکه چه دروغجن دی وایی دروغجن حافظه نه لری . هم دوی پرله پسی همدا وایی چه د وزارت دفاع کی په زرونو بیلابیلی وسلی وخت په وخت ورکیږی دغه څو اوني دمخه وویل شول چه وزارت… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x