fbpx

تر امریکايي بمبار ورسته کونړ د پاکستاني توغندویو تر اور لاندې

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

وروسته تر دې چې د ټرمپ ستراتیژي د پلي کیدو په ترڅ کې د هیواد بیلابیلې سیمې له کندوزه نیولی تر فراه ، روزګان، هلمند، لوګر، کابل ، کاپیسا، پروان کونړ او نورو ولایتونو پوري د امریکایانو لخوا بمبار او په سلګونو ولسي کسان ورکې مړه او ژوبل شول دا دی اوس ختیځ ولایت کونړ د پاکستاني توغندیو تر اور هم لاندې شو.

خبري رسنیو د کونړ د دولتي چارواکو له خولې خبر ورکړی چې له تیرو دوو ورځو راهیسي پاکستاني ځواکونو د کونړ ولایت پر څلورو ولسواليو، دانګام، شلطن، خاص کونړ او مرورې باندې ۱۰۰۰ توغندي توغولي دي.

د دې په ځای چې ګډ حکومت او د هغوی بهرني بړیڅې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو په مقابل کې د افغانستان له حریم نه دفاع او د هغوي په وړاندي دیپلوماتیک یا پوځي اقدام وکړي پاکستاني چارواکو په اسلام اباد کې د ګد حکومت د سفارت شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتی او له افغان خاورې یې پر پاکستاني پوځیانو د بریدونو په اړه ورته احتجاج کړی دی.

ګډ حکومت چې د امریکا په شمول یې له لسګونو غربي هیوادونو سره ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړي او له امله یې پر امریکایي ځواکونو سربیره د ناټو په زرګونه سرتیري دلته ځای پر ځای دي دومره توان نه لري چې خپلې پولې د ګاونډیانو له بریدونو خوندي او یا د هغوی په غبرګون کې په دفاعي اقدام لاس پوري کړي.

هغه امریکایان چې په خپل اشغال سره یې ټول افغانستان نا امنه کړی اوس غواړي په خپلو شرارتونو سره د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پرتو وروڼو ولسونو ترمنځ شرارت جوړ او هلته هم خپل شیطاني نفوذ ته زمینه مساعده کړي.

ګډ حکومت د امریکايي اشغال د ناولي محصول په توګه د حکومت او دولت داري په ټولو کړنو کې پاتي راغلی دی، افغانان ویني چې د یاد حکومت د نیمګړې کابینې فاسد او غله اعضاء څوک د اداري فساد (غلا) په جرم اوڅوک د بي کفایتي له وجې دندو پریښودو ته اړیستل کیږي.

د ولسي جرګي مشر په خپله خوله د ملینونو افغانیو په غلا کولو اعتراف کوي او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر یې د دولت د مشر په ځای د بهرنیو سفارتونو په فرمایش ټاکل کیږي.

په داسې حال کې چې د هیواد په پولو د ګاونډیانو پوځي بریدونه روان دي او په داخل کې کلیوالې سیمې د امریکايي ځواکونو لخوا تر هدف لاندې دي ، یواځې تیره ورځ په کندهار او فراه کې تر ۳۰ زیات دولتی سرتیري د مخالفینو په بریدونو کې وژل شوي د ګډ حکومت اجرائیه مشر واشنګټن ته د سفر په مهال امریکایان د افغانستان د ژغورونکو په توګه معرفي او وايي چې د هغوي شتون په افغانستان کې د میلیونونو انسانانو په ژوند کې تغیر راوستی دی.

بلې که دا تغیر په منفي اړخ کې واخیستل شي نو واقعا هم چې د امریکايي اشغال له امله په ملیونونه افغانان متأثر شوي، په لکونو وژل شوي، ژوبل شوي ، کړول شوي او له خپل هیواده کډوالي ته مجبور شوي.

مثبت تغیر یې یواځې د حکومت د هغو چارواکو په ژوند کې راوستی چې هغوی فقط د امریکايي دستوراتو د عملي کولو لپاره په افغانستان کې اوسي خو کورنۍ او اولادونه یې یا په امریکا، یا په لندن او یاهم په نورو بهرنیو هیوادونو کې میشت دي.

امریکا هم لګیا ده د خپلو بمباریو په زور دغه ډول فاسد، بیواکه او منفور حکومت پر افغانانو وتپي تر څو د هغه له بي کفایتي څخه د امریکايي مصالحو د تحقق لپاره کار واخلي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابودجانه افغان
میلمه
ابودجانه افغان

د امریکی اشرف غنی بلیک هاک چورلکی د کومی سختی ورځی لپاره؟؟؟ یوه شپه یوه کور ته غله وراوښتی وو او د کور ښځی ته یی لاس ورواچوه، ښځی په میړه غږ کړ چی وه میړه کور د ړنګ شه ټوپک رواخله زما عزت یی درڅحه لوټ کړ میړ ورته کړه چی آغه می سختی ورځی ته ساتلی دی. اوس د مظلومو افغانانو کورونه د امریکا په بی رحمه بمبارونو بلیک هاک هلیکوپټرو او د تورمخو ړندو توپونو او توغندیو د خاورو سره خاوری او په اورونو کی لولپه شول، اشرف غنی امریکا عبدالله یی د غندلو جرات هم نکوی.… نور لوستل »