ورزش

په نړیوال جام پاچاهي: د اسیا سپرپاورز نن جنګیږي

نن ټکی آسیا: د ۲۰ اوریز نړیوال کرکټ په جام    پاچاهۍ لپاره نن  هند او سري لنکا  جنګیږي، دواړو لوبډلو د جنګ لپاره بشپړ تیاری نیولی.

د اسیا سپر پاورز  سري لنکا او هند په پایلوبه کې د مخامخ کیدو تاریخ ډیر زوړ دی،   داوړه لوبډلې تر دې دمخه هم ډير ځل په پایلوبو کې سره مخامخ شوي. نن یو ځل بیا په نړیوال ۲۰ اوریزو نړیوال جام په پایلوبه کې د بنګلادیش په پلازمېنه ډاکه کې دواړه لوبډلې سره مخ په مخ دي.

داوړه لوبډلې  ورو (سپين) بالران لري، چې د یو بل لپاره د خطر زنګ دی.  سري لنکا د ۲۰۱۱ز کال د یو ورځني نړیوال جام د بدلې اخیستلو په تکل کې ده،  پخوانی د ۲۰۱۱ ز کال د پایلوبې حساب کتاب ورسره برابروي .

د سري لنکا لوبډله کې تغییر نه دی راغلی،   خو ددغې لوبډلې کپتان دانیش چندیمل به نن لوبه کې نه وي، نوموړی  جریمه شوی  او ۳ لوبو کې به نه لوبیږي.

ملینګا  وايي چې د انعام لپاره لوبه نه کوو، د هېواد لپاره به ننۍ لوبه ګټو، څه وخت مخکې نوموړي ته د لوبې د ګټلو په بدل کې د ۱۰ لکو ډالرو د انعام خبره شوې وه.

بل خوا  هندي لوبغاړي غواړي چې دې ځل ته یو نوی تاریخ جوړ کړي،  تر دې دمخه دوی  ۲ نور مهم جامونه ګټلي او درېیم نړیوال جام د ګټلو په تکل کې دي. هند نړیوال یو ورځینی کرکټ جام، آی سي سي چمپین شيب او درېیم يې دا جام دی.

د لوبې په اړه ځیني حقایق

سري لنکا  ۶۴  نړیوالو ۲۰ اوریزو لوبو کې ۴۰ ګټلي.

 همدا ډول سري لنکا په نړیوال ۲۰ اوریز جام کې   د میچ ګټلو ستره  فیصدي لري، دوی د ۳۰ میچونو تر منځه ۹ بایللي او یو برابر شوی.

سري لنګا وروستي ۶ میچونو کې ۵ میچونه ګټلي.

هند  په ورستیو ۷ میچونو کې ۷ واړه میچونه ګټلي.

 د سري لنګا خلاف يې د  ۵ میچونو تر منځ ۳ میچونه ګټلي.

میچ کله پیلیږي؟

ټاکل شوې وه چې لوبه به د کابل پر وخت ۵:۳۰ بجې پیل شي، خو د سخت باران له امله لوبه ځنډیدلې. تر اوسه پچه نه ده اچول شوې او کیدایشي ۳۰ نه تر ۴۰ دقیقو پورې لوبه پیل شي.

لوبه د نن ټکی آسیا له لارې په ژوندۍ بڼه کتلای شئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x