نیویارک ټایمز: د بن سلمان وروستیو کړنو امریکایان پریشانه کړي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۶): د امریکا مشهورې ورځپاڼې نیویارک ټایمز لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او استخبارات په تشویش کې دي چې په سعودي کې د محمد بن سلمان وروستی کړنې په سیمه کې لویه لانجه را منځته نه کړي او ویره یې څرګنده کړې چې د نوموړي وروستی تصرفات کیدای شي سیمه کړکیچنه کړي او د امریکا ګټو ته تاوان ورسوي.

ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله ویلي چې دوی د سعودي د ولیعهد کورني او بهرني سیاستونه څاري او په تشویش کي دي.

خو د سپیني ماڼۍ واکمن ډونلډ ټرمپ بیا د محمد بن سلمان په اړه ښه نظر لري او ملاتړ یې کوي، په ځانګړي ډول په دې وروستیو کې د ۱۱ امیرانو او لسګونو پخوانیو او اوسنیو وزیرانو تر څنګ د تاجرانو او نورو مالدارانو نیونه یې وستایله.

د نیویارک ټایمز د منځني ختیځ تحلیلګر وايي چې محمد بن سلمان غواړي چې د پاچاهت تر لاسه کولو مخکې ښه ډیر مال هم ځانته را ټول کړي.

بلخوا ویل کیږي چې نیول شوي امیران، وزیران او تاجران چې د فساد په تور نیول شوي، د تعذیب سره مخ شوی.

د امریکا په اوسنۍ اداره کې د نیویارک ټایمز جګپوړو سرچینو ویلي چې محمد بن سلمان په یوه وخت مختلفو شخړو کې لاسونه وهل پیل کړي، چي کیدای شي په منځني ختیځ کې پر روانو شخړو نورې هم ور زیاتي کړي.

دوی وايي چې د ایران پر ضد د سعودي وروستي خطرناک تحرکات او څرګندونې او همداسي د لبناني لومړی وزیر استعفا تر څنګ پر قطر باندي بندیزونه د نوې جګړې د پيل سبب کیدای شي، په داسي وخت کې چې سعودي ځواکونه په یمن کې په جګړه بوخت دي او د بلې جګړې وس نه لري، بېله دي چې اسرائیل او یا هم امریکا ورسره کومک وکړي.

ورځپاڼې د یوه امریکايي چارواکې په حواله ویلي چې د سعودي چارواکي اوس مهال پر بندي شویو کسانو او نورو مالدارانو باندي فشار اچوي تر څو له خپلو مالونو لاس واخلي او حکومت ته تیر شي، تر څو ښه معامله ورسره وشي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د