
بلوچستان : تربت کې د پنجاب ایالت ۱۵ اوسېدونکي مړه موندل شوي
نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۵لړم، ۱۳۹۶): د بلوچستان په بلوڅ ميشته سيمه تربت کې د پنجاب ایالت د ۱۵ تنه اوسېدونکو مړه جسدونه موندل شوي.
د بلوچستان حکومت وژل شوي ټول کسان اروپا ته تلونکي مسافر او کاريګر يادوي خو بلوڅ بیلتون پال چې ځانونه د پيښي عاملين ښي، وايي : وژل شوي کسان د پاکستاني پوځي شرکت کار کوونکي دي.
پر سي پيک پروژه کار کوونکي ۱۵ پنجابیان لومړی د بلوڅانو له لوري تښتول شوي او وروسته وژل شوي.
د بلوڅ بیلتون پالي ډلي ویاند ګوهرام بلوڅ وايي: دا کسان چې د پاکستاني پوځي شرکت (ایف ډبليو او) کار کوونکي وو له تښتولو وروسته ووژل شول او په وینا يې ۴ تنه د پاکستان استخباراتي کسان هم په کې شامل وو.
د پاکستان حکومتي چارواکي مني چې ۱۵ تنه د پنجاب ایالت اوسېدونکي په ډزو وژل شوي.