افغانستان

کابل کې د عطاء نور په ملاتړ پر غونډه چاودنې مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۶): د کابل پوليسو تاييد کړې، چې د کابل ښار خیرخانې لب جر سيمې يوولسمې ناحيې کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده.

د کابل د پوليسو وياند بصيرمجاهد وايي، چې تر اوسه د پېښې نوعيت نه دی معلوم.

عيني شاهدانو ويلي، چې د لب جر سيمې د ودونو په يوه صالون کې د بلخ والي عطاء محمد نور په ملاتړ غونډه روانه وه، چې چاودنه وشوه او غونډه د ګډوډۍ ښکاره شوه.

د کابل پوليس وايي، په غونډه کې نور نه و موجود.

افغان خبريال بلال سروري په خپل ټويټر کې ليکلي، چې چاودنې کې د کابل پوليسو يو لوړپوړی قومندان باسم اغا په ګډون لس پوليس او دوه وویشت ولسي خلک وژل شوي او ديارلس نور ټپيان دي.

د روغتيا وزارت وياند اسماعيل کاووسي وايي، چې چاودنې کې دوه تنه وژل شوي دي.

د چاودنې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی، خو ځينې امنيتي سرچينې وايي، چې چاودنه د خپلمنځ سياسي رقابتونو پایله ښکاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x