افغانستان

ذبيح الله مجاهد: د خېرخانې ننۍ چاودنه طالبانو پورې اړه نه لري

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۵لړم، ۱۳۹۵): نن له غرمې وروسته د کابل خېرخانې سيمه کې د عطامحمد نور د ملاتړ د غونډې پر مهال چاودنه وشوه، چې له کبله يې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

امنيتي چارواکي وايي، د غونډې مراسمو کې احمدضياء مسعود، ظاهرقدير، ستار مراد، عبدالحفيظ منصور او د ولسي جرګې ځينې نورو غړو هم ګډون درلود.

د کابل امنيتي مسئولين وايي، په غونډه کې خپله نور نه و موجود خو دغو مراسمو ته احمد ضیاء مسعود، حاجي ظاهر قدیر، ستار مراد، عبدالحفیظ منصور او د ولسي جرګې ځینې نور غړي او د جمعیت اسلامي ګوند ځینې مشران هم ورغلي وو.

د کورنيو چارو وزارت په چاودنه کې د دوو پوليسو وژل کېدل منلي دي.

ځينو سرچينو ويلي، چې دا چاودنه نه وه، بلکې يو سرتيری بريد و چې په ترڅ کې يې له لسو زيات پوليس وژل شوي او لسګونه نور عام کسان ټپيان دي.

طالبان په دغه چاودنه کې لاس لرل نه مني او وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي: (د کابل ښار د خیرخانې په لب جر سیمه کې چاودنه د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې اړه نه لري.)

ځينو امنيتي سرچينو رسنيو ته ويلي، چې ښايي دغه چاودنه د خپلمنځي رقابتونو له کبله ترسره شوي وي.

تر اوسه د چاودنې مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x