مونږ او روژه

 

taqseem_da_dodayروژه هغه مبارکه میاشت چی دانسانانو دلارښونی کتاب قرانکریم پکی نازل شوی ، دحق اوباطل ترمنځ تاریخی جګړه دبدرغزا چی دیوم الفرقان په نامه هم یادیږیڼ  دمکی فتحه او دیولړ نوروتاریخی پیښو د وقوع میاشت بلل کیږی .

روژه هغه مبارکه او درنه میاشت چی دفرضی عباداتو ثواب اویا ۷۰ چنده او له دی څخه هم زیاتیږی او دنفلی عباداتو ثواب دفرایضو په اندازه وی،

لومړی لسیزه یی درحمت دویمه لسیزه یی د مغفرت اودریمه لسیزه یی د اورڅخه دخلاصون لپاره ځانګړی شوی، داهغه مبارکه میاشت دی چی دمسلمان عقیدوی ،عبادتی ، اخلاقی ، فکری ،اجتماعی او دژوندانه نوراړخونه تقویه کوی او مسلمان ته داسی عملی درس ورکوی چی اثر یی په خپل ژوند کی ترډیره احساسولای شی ،همدارنګه دانسان په نفس کی داسی یو بدلون راولی چی کیدای شی په نورو وختونو کی پری نه وی توانیدلی او بلاخره داسی یوه میاشت چی شیطانان پکی تړل شوی وی ، ددوزخ دروازی تړل شوی او دجنت دروازی خلاصوی لیکن دا ټول دهغه چا لپاره چی روژه څنګه چی ښایی په همغه ډول ونیول شی ،او که تنها له خوراک اوڅښاک څخه خوله بنده کړی او نور هرڅه چی زړه یی غواړی هغه وکړی نو داهغه مطلوبه روژه نده کومه چی غوښتل شوی چی پدی اړه درسول الله (ص) حدیث دی چی فرمایی: (من لم یدع قول الزور والعمل به فلیس لله حاجه فی ان یدع طعامه وشرابه) یعنی څوک چی په روژه کی ناوړه خبری او په هغه باندی عمل پرینږدی نو الله تعالی دهغه خوراک او څښاک پریښودلوته اړتیا نلری او یا هم درسول الله (ص) هغه مبارک حدیث چی فرمایی: (ډیر کرته یو روژه دار ته دوږی پاتی کیدو څخه بغیر نور څه په لاس نه ورځی ) نو یومسلمان ته ښایی چی څنګه دروژی غوښتنی دی هغه ډول باید ونیول شی تنها خوله دخوراک او څښاک څخه روژه نه وی بلکه دانسان ټول بدن باید روژه وی خو دا هغه غوښتنی دی چی کیدای شی یوه محدوده ډله یی مراعات کړای شی او ژوندی مثالونه به یی ټول په خپل چم ګاونډ کی وینو او هغوی چی دروژی څخه یی ایله همغه د وږی پاتی کیدل په نصیب شوی وی هغه به مو ډیر لیدلی وی له ځان څخه شروع او په ډیرو نورو کی به موهم نښی نښانی لیدلی وی، زه به یی دلته یو ژوندی مثال تاسو ته وړاندی کړم:

تیره ورځ می کورته دسودا اخستو په نیت ددوکان په طرف روان شوم ، سودا می لا اخیستی نه وه چی یو دوه دوکان اخوا دوه

سپین ږیری سره لاس او ګریوان شول خو دا دروژی برکت و چی دواړه یی ښه ضعیفه کړی و چی بغیر له ټیل وهلو او ګریوان نیولو نور دوهلوتوان پکی نه و پاتی ، پوه شوم چی  شاوخوا  ولاړ ځوانان یی سیل کو او دخلاصون لپاره یی یو هم مخ ته نه  راځی ورنږدی شوم او دواړه می خلاص کړل، په دی کی دسرک بلی غاړی ته یو بل ځوان ولاړ دی چی سترګی مو سره مخامخ شوی نو دسر او سترګو په اشاره یی راته وویل چی پرییږدم چی سره معلومه یی کړی ، خیر دواړه می بیل کړل خو سره ددی یی هم خوله په کنځلو او یو بل ته په بدورد ویلو پرانیستله اخر هغه یومی تری څنګ ته کړاو ورته ومی ویل چی کاکا روژه ده دروژی احترام خو وکړی ،سپین ږیری سړی یی ته ولی داسی کوی ټول خلک ستاسی ننداره کوی او تاسی خپلو منځو کی لګیا یاستی ….. خیر دی یوسی خبره یی ومنله او په خپله لار روان شوی چی ګورم هغه مخکنی ځوان می څنګ ته راغی زړه یی طاقت ونکړهمدا راته وایی چی پریښی به دی ول چی معلومه کړی یی وای ، همدومره می ورته وویل چی له الله څخه وویریږه روژه ده نور تری راغلم ، په لاره کی می ډیر سوچونه کول چی دا زمونږ دسپین ږیرو او ځوانانو حال دی ، دا دیرش کاله کیږی چی جنګونه مرګونه اوغمونه روان دی خو زومونږ ځوانان تری لا هم ستړی ندی او نه خو دچا زړه تری صبریږی اوان خوشالی ورته کوی ، اوس خبره داده چی دا سپین ږیری او ځوانان به مو څوک پوه کوی په ځوان کی به د دین ، وطن او ملت دحفاظت احساس څوک پیدا کوی ،څوک به یی دمشر په احترام پوه کوی زه او ته چی دخپل مشر احترام ونکړو او په کشر زړه سواندی ونکړو نو بل څوک خو یی راته نکوی پردی خو یی وژنی راته ایا له هغوی څخه یی داحترام طمع وکړو ، که په دی وضع خوشاله یو نو الله ته به څه ځواب ورکوو ،همیشه دا وایو او اورو چی الله تعالی په روژه کی ټول شیطانان تړی ایا مونږ خپل شیطان نفس تړلی دا انسی شیطانان به څوک وتړی ، په چم ګاونډ کی خو خپلو شیطانانو تباه کړلو او په هوا کی خو هغه بدمرغه شیطانان دی چی په زرګونو بی ګناه انسانان یی شهیدان کړل او لا یی هم شهیدانوی ترڅه وخت به مو داحالت وی؟

په اخر کی دټولو وروڼو څخه غواړم چی دروژی مبارکی میاشتی اخری شپی او ورځی دی او دلیله القدر شپی هم یو څو پاتی راځی چی دزړه په اخلاص سره الله تعالی ته دعا وکړو چی له دی دردناکه حالت څخه زمونږ بی ګناه ولس او ټول اسلامی امت خلاص کړی او الله دی په ټول اسلامی امت باندی ورحمیږی!.  امین

لیکونکی: حلیم



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.