افغانستان

دفاع وزارت د ټاکنو په ورځ پر خپلو عسکرو ۶۹۰ حملې تایید کړې

نن ټکی آسیا: په داسې حال کې چې طالبان د ټاکنو په ورځ د ترسره کړیو بریدونو شمېر له زرو هم اوښتی بولي؛خو   د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، چې تېره ورځ (د وري ۱۶/د ټاکنو ورځ) د هېواد په ګوټ – ګوټ کې د طالبانو  په ټولټال ۶۹۰ مختلفو بریدونو کې د ملي اردو یوازې ۷ عسکر وژل شوي او ۴۵ نور ټپيان شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلې، چې د ټاکنو د پروسې په جریان کې ۶۹۰ بریدونه، چې ډېری یې راکټي حملې،د سړک غاړي ماینونه، کمینونه او توغندیز بریدونه ول، د طالبانو له لورې د دوی پر عسکرو ترسره شوي.
نوموړي همداراز ادعا کړې، چې د دوی په ځوابي بریدونو او ځمکنيو او هوايي عملیاتو کې ۱۶۴ برید کوونکي له منځه تللي او ۸۲ نور ژوبل شوي دي.
خو د طالبانو ویاند نن ټکي آسیا ته په را لېږلې خبرپاڼه کې د چارواکو پورتنۍ ادعا په ټينګه رد کړې او زیاته یې کړه، چې امنیتي ځواکونو په هوايي بریدونو او نښتو کې د دوی د څو ملګرو سربېره ملکي وګړو ته هم زښت زیات تلفات اوښتي، په اعلامیه کې راغلي : « په هغو ټولو نښتو کې چې د اسلامي امارت د مجاهدینو او دښمن ترمنځ رامنځته شوي ټول ټال ۲۲ تنه مجاهدين شهیدان او ۱۷تنه ټپيان شول.
د دښمن په هوان بریدونو او بمبار کې ۲۱تنه ملکي خلک چې ۵ ښځې دي هم  شهیدان شوي دي.»
بل پلو، طالبان هم خپل مخالف لوري ته د درنو مالي او ځاني تلفاتو د اړولو خبره کوي، د دوی د ویاند په وینا : « د پرون ورځې په ټول جريان کې د اسلامي امارت دمجاهدینو لخوا په دښمن ۱۰۸۸ بریدونه ترسر ه شول، چې په ترڅ کې يې په سلهاوو تنه عسکر، پوليس، اربکي او نور ټوپکمار ووژل شول، ګڼ شمیر ټپيان شول او انتخاباتي ډرامه هم له څو لويو مزدحمو ښارونوڅخه بهر په نشت شمار وه، د کره راپورونو په اساس تنها د کنړ په ولایت کې ۸۸ عسکر، پوليس او اربکيان قتل شوي دي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x