انډرایډ مبایل مو څنګه تېزولای شئ؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۵مه ۱۳۹۶ل): د سمارټ فونونو یوه ستونزه داده چې په پیل کې تېز وي خو وروسته په کې اپلیکشنونه زیات انسټال شي یا یې حافظه (میموري) مخ پر ډکېدو شي نو مبایل کار هم ورسره ورو شي او ډیر کله له کاره هم لویږي.

موږ د انډرایډ سسټم درلودونکو مبایلونو د تېزوالي لپاره یو څه حل موندلای دی، تاسو یې عملي کړئ، امید دی چې مبایل مو ورسره تېز شي.

پر سکرین (هوم سکرین) باندې د اپلیکشنونه شمېر کم کړئ

د مبایل د ورو کېدو یو عامل پر سکرین باندې د اپلیکشنونو آیکن یا نښې وي چې له کبله یې پر مبایل باندې فشار زیاتیږي او د سکرین په خلاصېدو کې وخت لګیږي. هغه اپلیکشنونه چې یې کم استعمالوئ تر انسټالولو وروسته یې شارټ کټس (د اپلیکشن نښې چې پر سکرین شاټ راځي)، د سکرین څخه لرې کړئ.

غیرضروري شارټ کټونه بې له کوم لامله پر مبایل بوج وي او ورسره د مبایل کار هم ورو کیږي.

آپ ډیټ

ځېنې وخت د سمارټ فون د انډرایډ سستم د وایرس څخه متاثر شي او وایرس ورننوځي چې ورسره مبایل هم خپل فعالیت سست کړي. دغسې حالت کې کوښښ وکړئ چې د خپل انډرایډ مبایل سستم اپډيټ یا تازه کړئ او څومره چې امکان لري نوي سستم ته یې اپډيټ کړئ. د مبایل د اپ ډیټ کولو لپاره سیټنګز Settings ته لاړ شئ او هلته په about phone باندې کلیک کړئ، هلته د سافټویر اپډيټ ووهئ او نوې سستم فعال کړئ.

نا استعمالېدونکي اپلیکشنونه لرې کړئ

هغه اپلیکشنونه چې یې کم استعمالوئ یا د مبایل زیات ځای نیسي نو لومړی هغه حذف کړئ ځکه تاسو ولو که دغه اپلیکشنونه استعمالوئ هم نه خو په مبایل کې بیا هم هغه فعال وي، چارج مصرفوي او پر مبایل بېځایه بوج زیاتوي.

آټو سنک Auto-Sync بند کړئ

ګوګل، یوټيوب، پلی سټور او نور اپلیکشنونه چې په اتومات ډول آپډيټ کیږي دا د auto-sync د آپشن له کبله کیږي. آټو سنک نه یواځې بیترۍ ژر خلاصوي بلکې د اپلیکشنونو د ژر ژر تازه کېدو سره مبایل هم ورو کیږي. دغه آپشن بند کړئ ورسره مو به مبایل هم تېز شي. د بندولو لپاره سيټنګ Setting ته لاړ شئ، هلته د auto-sync آپشن پیدا کړئ، او disabled يې کړئ.

ځېنې اپلیکشنونه انسټال کړئ

د مبایل د ورو کېدو یو بل ستر لامل د اپلیکشنونو او ریم کیشی Ram Cache نه حذفېدل دي. مبایل کې مو Cache Clear اپلیکشن مثلا کلین ماسټر Clean Master، یا C Cleaner, DU Cleaner یا دې ته ورته نور اپلیکشنونه انسټال کړئ څو دوی هغه اپلیکشنونه چې ډیر استعمالیږي پاک کړي او ورسره مبایل تېز شي.