ورزش

د کرکټ مینوالو ته د افغانستان کرکټ بورډ بل خاموش ځواب

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۵مه ۱۳۹۶ل): د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ مینوالو نيوکو ته چې ولې ملي لوبډلې ته سیالۍ نه برابروي، خاموش ځواب ویلی دی.

کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په فروري میاشت کې به له زمبابوۍ سره ۲ شل اوریزې او ۵ یو ورځېنۍ لوبې د افغانستان په کوربه توب ترسره کړي.

کرکټ بورډ لیکلي چې «افغانستان او زمبابوی، د دوو شل اوریزو او پنځو یو ورځنیو نړیوالو لوبو د تر سره کولو لپاره هوکړې ته ورسیدل، دغه لوبې به راتلونکی کال، په متحده عربی آماراتو کې تر سره شي. یادې ټولې اووه لوبې به د شارجې په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د افغانستان په کوربه توب تر سره کېږي.»

شل اوریزې دوې لوبې به د فرورۍ په ۵مه، ۶مه او نړیوالې یو ورځېنۍ لوبې به د فرورۍ په ۹مه، ۱۱مه، ۱۳مه، ۱۶مه او ۱۹مه ترسره شي. دوی دا نه ده څرګنده کړې چې دغه لوبې به پر تلویزون وښودل شي او کنه.

په تلویزون په ژوندۍ بڼه د خپرولو مسوولیت د کوربه هېواد پر غاړه وي.

کرکټ بورډ ډير ځل د مبایل له لارې په فیسبوک د لایو ویډیو په خپرولو ځان له دغه ستر مسوولیت څخه خلاصوي.

پرون کرکټ بورډ له آیرلینډ سره هم په دسمبر میاشت کې د ۳ یو ورځېنۍ سیالیو چې د افغانستان په کوربه توب به ترسره کیږي، موافقه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x