افغانستان

د ټاکنو اړوند دوولس سوه نهه شپېته شکایتونه ثبت شوي دي

د ټاکنو دشکایتونو د کمیسیون مسوولین وایي چې تر دې مه يې د پرونیو ټاکنو اړوند دوولس سوه نهه شپېته شکایتونه ثبت کړي دي، د دې کمیسیون ویاند نادر محسني نن یکشنبه په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل، چې تر اوسه پورې يې د هېواد له بېلابېلو برخو یوولس سوه اووه شکایتونه د تلیفون او یوسل دوه شپېته نور يې په حضوري ډول ترلاسه کړي دي.

د نوموړي په خبره وروسته به په دې شکایتون څېړنې کېږي او پوره بې پرېتوب به پکې مراعاتېږي.دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د دولتي چارواکو په ښکېلتیا شپږ د درغلیو پېښې خپرې شوې وي.
یاده دې وي چې پرونۍ ټاکنې په ټول هېواد کې د طالبانو له سلګونو بریدونو سره مخ وې  چې د طالبانو د شپږسوه نوي بريدونو پخلی دفاع وزارت هم کړی دی، طالبانو د افغان ولس په ټاکنو کې نه ګډون ستايلي او په خبره يې په ټول هېواد کې يې تر زرو ډېر بریدونه د خپل ولس په مرسته کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x