اردوګان په قطر کې د خپلو عسکرو سره ولیدل

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۵لړم، ۱۳۹۵): د ترکیې ولسمشر طیب اردوګان په قطر کې د خپلو عسکرو څخه لیدنه وکړه او د قطر د امیر تمیم سره یې هم ولیدل.

د اناطولیه خبري اژانس د راپور سره سم د ترکیې ولسمشر په قطر کې د طارق بن زیاد په کنډک کې د ترکي ځواکونو سره ولیدل.

د نوموړي سره د ترکیې رئیس ارکان خلوصي اکار، وزیران او د قطر دفاع وزیر هم ملګرتیا کوله.

اردوګان په دغه مراسمو کې وویل چې دقطر سره به په نظامي او صنعتي برخو کې خپلې همکارۍ ته ادامه ورکړي.

بلخوا د قطر د حکومتي خبري اژانس په وینا د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد وویل: قطر به کله هم د ترکیې د ولسمشر، حکومت او ولس موقف هیر نه کړي چې دوی ته یې هغه وخت لاس ورکړ کله چې قطر د ګاونډیو هیوادونو له لوري کلابنده شو.

اردوګان همداسي قطر ته اطمینان ورکړ چې د کال ۲۰۲۲ د فټبال د نړیوال جام لپاره به په ټولو تیاریو کې ورسره مرسته کوي.

باید وویل شي چې ترکیې وروسته تر هغه قطر ته خپل پوځونه ولیږل کله چې سعودي، امارات، بحرین او مصر پر قطر اقتصادي او هر اړخیز بندیزونه ولګول او دغه هیواد یې د ځمکي او فضا له لاري کلابنده کړ.

هغه وخت ګمان کېده چې سعودي به پر قطر نظامي عملیات وکړي خو کله چې ترکیې په دغه هیواد کې خپل عسکر ځای پر ځای کړل، د نظامي عملیاتو خطر کم شو او د قطر مخالف هیوادونو د ترکیې دغه کړنه وغندله او د قطر څخه یې غوښتنه وکړه چې باید ترکي ځواکونه له خپلې ځمکې وباسي. باید وویل شي چې امریکا هم په قطر کې لویه قرارګاه لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د