fbpx

د عطانور د پلویانو پر غونډې د چاودنې وروسته انځورونه

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۵لړم، ۱۳۹۵): نن د پنجشنبې په ورځ ماپښین شاوخوا یوه نیمه بجه په کابل کې د عطانور د پلویانو پر غونډه یوه چاودنه وشوه چې له امله یې د امنیتي چارواکو په وینا د پولیسو په ګډون ۹ تنه وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان شوي دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږلي پیغام کې وویل چې دا برید په دوی پوري اړه نه لري. بلخوا د داعش ډلې ته منسوب په یوه پیغام کې ویل شوي چې برید دوی کړی.

خو په کابل کې د استخباراتو مامورینو په خپلو لومړیو پلټنو کې ځینو سرچینو ته ویلي چې بریدګر د جمعیت ګوند د یوه پنجشیري قومندان په موټر کې د برید تر ځایه راغلی وو او د پولیسو يونیفارم یې په تن وو. خو نور معلومات یې نه دي ورکړي.

پولیس وايي چې د پيښې تحقیق روان دی.

لاندي هغه انځورونه دي چې د پيښې وروسته په ټولنیزو پاڼو کې نشر شوي:

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مدقق
میلمه
مدقق

اللهم اشغل الظالمين بالظالمين