خبرتیاوی او پیغامونه

له امریکا سره امنیتي تړون،دومداره جګړه اوکه سیاسي حل؟! دویم ټوک هم چاپ شو

دکتاب لومړۍ پښتۍ باندې دلویې مشورتي جرګې دګډونوالو عکس سربېرد مشورتي جرګې اړونده نورعسکونه هم لیدل کیږي چې دواړه جمهوررییسان دامنیتي تړون دسند لومړنۍ موافقتنامه امضاء کوي.

په دویمه پښتۍ باندې هم دولسمشرکرزي اواوباما عکسونو سره دلیکوال نورچاپ شوي اثر چې زه ولې مسلمانه شوم؟ تورزندان ، سوله زموږاړتیا اوله امریکاسر ه دامنیتي تړون لومړي ټوک دپښتیو انځورونه  لیدل کیږي.

داکتاب چې لیکنه اوټولونه يې خپلواک ژورنالېست زاهدالله توحیدیارکړي په ښکلي پښتۍ اوډیزاین لا دکتاب ښکلا څو چنده کړي ،چې پښتۍ نقیب للمه وال . اوډیزاین شریف الله للمه وال کړی.

دکتاب ډالۍ ولسمشرحامدکرزي ته شوي چې نه غواړي امنیتي تړون لاسلیک کړي،اوهغه لیکوالانوته چې په بې طرف ډول دامنیتي تړون ښیګنې اوبدګنې بیانوي.

دچاپ چارې دوحدت خپرندویه ټولنې لخوپه ښه صحافت سره  شوی، دچاپ شمیرنږدې ۱۰۰۰ټوکه دی اوچاپ کال یې۱۳۹۳دی.
دترلاسه کیدوځای هم دوحدت کتاب پلورنځی اسحاقزی مارکېت جلال ابادښاردی .

دغه کتاب چې له امریکاسره امنیتي تړون دومدارجګره ،که سیاسي حل ؟!نومیږي  شاوخواټوټال ۲۵۰مخونه لري چې دماخذونوپه شمول ۵۴بېلابېلوعنوانونولرونکی دی .

له امریکاسره په امنیتي تړون کتاب کې ديوشمیرلیکوالانولیکنې شته چې دهغې څخه د يوڅوتنونومونه دبیلګې په ډول یادولی شو .

دولسمشرکرزي ویناوي چې تړون یې دګندومک په څيرتشبه کړي اوترڅنګ دامريکایي لوړپوړوچارواکوټینګاراواندیښنې نقل قولونوسربیره  دانجنیرصیب حکمتیارلیکنه ، داستادحبیب الله رفیع مرکه ،بهرمیشتي افغان لیکوال اوژورنالیست محمدابرهیم نعیمي لیکنه، دطالبانوداسلامي امارت ددبهرنیوچارووزیرمولوي  صیب متوکل مرکه ،دبغلان پوهنتون استاد محمدکریم ادیب لیکنه اوداسې نوروټکړوسیاستمدارانو دپخوانې صدراعظم انجنیرصیب احمدشاه احمدزي تقریظ ، دننګرهارپوهتنون دحقوقوپوهنځي استاد پوهندوي منګل شیزاد تقریظ، تکړه عالم او لیکوال محمددانش ایمان ، لیکوال اوژونالیست محمداصف شینواري ، شاعراولیکوال محمدګلاب توحیدیار،تکړه لیکوال ذاکرجلالی ،هڅاند لیکوال ظریف افغان اویوشمیرنوربااحساسه لیکوالانولیکنې په کتاب شاملې دي. چې تاسودرنه لوستونکې کولای شئ له امریکاسره امنیتي تړون په کتاب کې  ولولئ.

دریم  ټوک هم چاپ کې به ا نشاءالله دنوي حکومت دريځونه ،دخلکواوولسونو، دافغان لیکوالانو هیلې اوغبرګونونوسربېره   دامریکايي چارواکو نقل قولونه تازه معلومات به خپاره کړو .

په دریمې ټولګې باندې هم ان شاء الله  کارراون دی ،دالله تعالی څخه امیدلروچې لکه څرنګه چې موپه اول ،دویم  ټوکونوکې  بې طرفې په نظرکې نیولی همداسې په خپل موقف ولاړپاتې شو.

په درنښت
ستاسوورور زاهدالله توحیدیار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x