د امریکايي ستراتیژۍ په مقابل کې د طالبانو بدیل محاربوي تکتیکونه

شاهد (غزنیوال )

امریکایانو په افغانستان کې د ټرمپ د جنګي ستراتیژي له پیل سره همهاله د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د هغوی د شتون ځایونه تر سختو هوايي بریدونو لاندې ونیول.

خو طالبان چې په تیر څوارلس کلن مقاومت کې د یرغلګرو د مقابلې له ټولو تکتیکونو سره ښه بلد شوي د امریکایانو د دغې جنګي ستراتیژي مقابله یې هم په ډیر بریالي تکتیک سره وکړه.

هغوی د امریکايي بمبارونو له خطر څخه د سالم پاتي کیدو په غرض خپل پوځي تکتیکونه د خرپ او ترپ په تهاجمي بریدونو باندې بدل کړل ، داسې بریدونه چې د تنفیذ وخت یې ډیر لنډ ، پوځي او تخنیکي لګښت یې ډیرکم او پر دښمن یې اغیز ډیر زیات دی.

پر دې بدیل تکتیک سره یې له یوې خوا دښمن په یوې تشویشناکې جګړې کې رښکیل کړ او له بلې خوا یې په تبلیغاتي لحاظ د یادو بریدونو په ترسره کولو سره د داخلي و خارجي رسنیو توجه ځانته جلب کړه.

طالبانو وکړای شول د مقاومت د طرز بدلیدو په تکتیک سره له یوې خوا ځان د دښمن له هوايي بریدونو وژغوري او له بلې خوا هغوی په یوې داسې جګړې کې راګیر کړي چې دښمن یې د پیښیدو او بیا دفاع کولو هیڅ قبلي تصورله ځان سره نه درلود.

بدیل محاربوي تکتیک

د طالبانو دغه نوعي تکتیک په دریو برخو مشتمل دی :

لومړی : د غنیمت شویو هاموي زغرګادو په وسیله د دښمن پر ثابتو پوځي اهدافو بریدونه کول .

دوهم : د دښمن پر مهمو پوځي تأسیساتو توغندويي بریدونه تر سره کول.

دریم : د ښارونو په منځ کې د دښمن د مهمو دولتي او امنیتي کسانو په نښه کول.

طالبانو وکړای شول د امریکایانو د هوايي ځواکونو له شدت سره دغه عملیاتي پلان په کامیاب ډول عملي او ښې مطلوبې پایلې ترې ترلاسه کړي.

د طالبانو د دغو تکتیکي بریدونو ځانګړتیاوې

د امریکايي یرغلګرو او دهغوی د ملاتړو په خلاف د طالبانو دغو بریدونو د هغوی د نورو بریدونو په پرتله ځانګړي مشخصات لرلي.

هغه دا چې د دغو بریدونو هدف خاص او خاص پوځي مراکز او پوځي اشخاص دي چې د تنفیذ په مرحله کې د ملکي تلفاتو امکان نه وي .

ځکه د هاموي زغرګاډو په وسیله چې تر اوسه کوم ځایونه په نښه شوي هغه ټول پوځي تأسیسات و چې هلته د ملکي تلفاتو شتون د دښمن یوه تبلیغاتي پروپاګنډه وه او په حقیقت کې ټول تلفات یواځې د دښمن تأسیساتو او افرادو ته اوښتي .

پر دښمن یې پوځي اغیزې

د ټرمپ استراتیژي په مقابل کې د طالبانو ځوابي عملیات له شکه پرته چې په پوځي ، تبلیغاتي او رواني لحاظ پر دښمن خاص اغیز لرلی .

د بیلګې په توګه کابل ته د امریکا د دفاع وزیر جیمس مټیس او د ناټو د عمومي منشي سټولټنبرګ له راتګ نه د طالبانو قبلي اطلاع ترلاسه کول او د دوئ له راتګ سره سم د کابل پر نړیوال هوايي ډګر د پنځوسو توغندیو وارول داسې یو کامیاب برید و چې هم یې په پوځي لحاظ دښمن له سختې وارخطايي سره مخ کړ او هم یې د دې خبر په وسیله په نړیواله میډیا باندې خپل پوځي برلاسي ومانه.

هماغه ورځ د طالبانو لخوا د امریکا پر دفاع وزیر او د ناټو پر عمومي منشي برید د ټولو نړیوالو رسنیو تر ټولو ګرم او بیړنی خبر و.

د همدي بریالي برید لامل و چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن افغانستان ته دراتګ په مهال زړه ونه کړای شوای چې د کابل نړیوال هوايي ډګر وکاروي ، هماغه و چې ناڅاپه په ډیر سري ډول د بګرام هوايي ډګرته راغی او غني ، عبدالله یې د خپلو خبرو اوریدوته بګرام ته ور وغوښتل.

همدا راز د یاد تکتیک په عملي کولو سره طالبانو وکړای شول ډیرې سیمي او د دښمن پوځي مراکز تر خپل تسلط لاندې راولي چې د سیګار ادارې وروستی رپوټ د دې ادعاء ښکاره ثبوت دی.

همداراز د کابل رژیم د دفاع وزیرطارق شاه بهرامي په بروکسل کي د ناټو تړون د دفاع وزیرانو په وروستۍ غونډه کې پر دې اعتراف وکړ چې د بهرنیو او داخلي ځواکونو په مقابل کې د طالبانو د جنګي تکتیکونو په بدلولو سره د هغوی د بریدونو کچه د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه لوړه شوې چې له امله یې یو شمیر سیمې هم له دولتي ځواکونو څخه نیولې دي.

بهرامي چې په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو له ناستې وروستې په دې اړه یې کابل کې خبریالانو ته معلومات ورکول په ښکاره اعتراف وکړ چې سږ کال طالبانو د جنګي تکتیک په بدلولو سره افغان ځواکونو ته هم په تېرو اوو میاشتو کې ډيره مرګ ژوبله اړولې ده.

د یاد پوځي تکتیک د بریالیتوب راز

د امریکايي او داخلي ځواکونو په مقابل کې د طالبانو نوي عملیاتي تکتیک ډیره بریالۍ نتیجه ورکړه .

هغه دا چې د دغو بریدونو نوعیت تهاجمي و ، او له نظامي نقطه یې نظره هر مهاجم لوری تر مدافع هغه په مورال او تکتیک کې قوي وي ، طالبانو هم وکړای شول په دغو تهاجمي بریدونو سره تر هرڅه وړاندې دښمن په رواني لحاظ تر جنګي اغیز لاندې ونیسي ، همدا لامل دی چې اوس داخلي ځواکونو پر طالبانو د برید ابتکار له لاسه ورکړی او په هرځای کې د خپل ځان ساتلو په فکر کې دي.

طالبانو د دغو تهاجمي بریدونو پلان ګذاري په ډیرغور او دقت سره کړې ، په داسې ډول چې له پکتیا نیولې تر میدان وردګ، غزني او بیا قندهار پوري د هیواد په ترټولو سوق الجیشي مراکزو کې د دښمن مهم پوځي مراکز او تجمعات په نښه او هیڅ ځای یې هم یاد عملیاتي پلان له ناکامي سره مخ نشو.

دغو تکتیکي بریدونو که له یوې خوا دښمن ته ډیر زیات ځاني او مالي تاوانونه واړول له بله اړخه یې د دښمن په لیکو کې یو پربل بي اعتمادي او نا باوري هم ایجاد کړه.

ځکه د طالبانو لخوا برید ته چمتو شوي هاموي زغرګاډي په ډیر مهارت سره د هدف ترځایه ورسیدل او د دښمن امنیتي او نظامي ماهرین پر دې بوهیږي چې د داخلي همکارانو له شتون او مرستې پرته برید ګرو ته ناشونې ده چې دغسي حساسو ځایونو ته ځان ورسوي .

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د