افغانستان

عطانور پر خپلو پلویانو چاودنې ته توند غبرګون وښود / ویډیو

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۵لړم، ۱۳۹۵): د بلخ والي او د جمعیت ګوند اجراییوي مشر عطاء‌محمد نور وايي، د دوی پر غونډه سرتېری برید د نظام دننه د پنځم ستون خلکو پلان کړی و.

د برید وروسته نوموړي په یوه ویډیويي پیغام کې نننی برید غندلی او دغه ډول بریدونه یې د نظام دننه خلکو کار بللی.

د نور په خبره، د دغه ډول بریدونو رېښې په کابل کې له ځینو کړیو سره تړاو لري او له دې وړاندې یې هم پر جنبش رستاخېز، روښنايي غورځنګ او د سالم ایزیدیار پر جنازې بریدونه کړي وو او نننی برید د دغې لړۍ یوه برخه وه.

دی وايي، نننۍ غونډه نه سیاسي وه او نه نظامي او نه د «دُښمن» پر ضد کومه طرحه پکې جوړېدله.

د بلخ د والي په خبره، دغه ډول بریدونه په نظام کې دننه ځینې کسان طرحه کوي، چې پنځم ستون ورته ویل کېږي؛ خو نور د کوم چا نوم وانخېست.

ده ویلي، هغه کسان چې له راتلونکو ټاکنو څخه په وېره کې دي دا ډول بریدونه کوي؛ خو دوی به هېڅکله چاته تسلیم نه شي.

نور په دغه توند غبرګون کې وايي « هغوی چې له داعش یې بیعت وکړ او څنګ ته یې راوستل، د دغه ډول بریدونو زمینه ورته برابروي، مرستې ورسره کوي، پیسې ورکوي. دوی د ملت خیر نه غواړي؛ بلکې د ملت وژلو لپاره یې مرسته کوي. تاسې دې خبر وئ، چې زموږ خوځښت نه غلی کېږي او عدالت به تامینېږي.»

نن د کابل ښار د څلورمې حوزې اړونده د لب جر په سيمه کې د قصر نوين په نامه د ودونو د سالون مخې ته سرتېری برید وشو، چېرته چې د بلخ د والي او جمعيت ګوند اجرايي مشر عطاء محمد نور پر پلوۍ غونډه روانه وه او د غونډې ګډونوال له هوټل څخه د راوتو په حال کې وو.

وروستي راپورونه وايي، په ننني برید کې ټول ۱۴ تنه وژل شوي، چې ۸ یې نظامیان او شپږ یې ملکي وګړي دي او ۷ نظامیان او ۱۱ ملکي خلک پکې ټپيان شوي دي.

طالبانو په دغه برید کې په دغه برید کې لاس لرل رد کړي؛ خو داعش یې پړه پر غاړه اخیستې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

The civil war started as soon as the so called Mujaheddin entered Kabul. They all broke the promises they made among them and signed in the City of Mecca. They are all fighting on the dollars coming to the country. All the fight is on Green Dollars., Shame on you

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x