fbpx

اسرائیل: تیار یو چې د ایران په اړه د سعودي سره استخباراتي همکاري ولرو

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۵لړم، ۱۳۹۵): د اسرائیل د پوځ مشر نن د پنجشنبې په ورځ په یوه مرکه کې وویل چې دوی د ایران په اړه د سعودي سره هر راز همکاري ته چمتوالی لري.

د اسرائیل د پوځ مشر جنرال «ګاډي عیسنکوټ» د سعودي په ملاتړ چلیدونکې رسنۍ «ایلاف» سره په مرکه کې وویل: مونږ د منځلارو هیوادونو سره د ایران پر ضد همکارۍ ته تیار یو، خپلې تجربې او استخباراتي معلومات به ورسره شریک کړو تر څو په منځني ختیځ کې د ایران د پراختیا پلانونه شنډ کړو.

نوموړي څخه پوښتنه وشوه چې ایا تاسو داسي د سعودي سره له مخکې داسي همکاري لرلې ده، نوموړي مخامخ ځواب ورنه کړ او وې ویل: مونږ تیار یو چې د سعودي سره معلومات شریک کړو، مونږ ډېر زیاتې ګډې ګټي سره لرو.

ځکه چې دا مرکه په لیکلي بڼه شوې، د شک لیري کولو په خاطر ځینو خبریالانو د اسرائیلي پوځ د رسمي سرچینو څخه د مرکې د کره والي په اړه پوښتنه کړې چې هغوی ورته تایید کړې ده.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د اسرائیل او سعودي تر منځ د اړیکو پر پراختیا ډیرې خبري کیږي خو د سعودي حکومت هیڅ کله دغه خبرونه نه دي رد کړي بلکې د سعودي حکومت ته نیژدې ډیری لیکوالان ددغه سي اړیکو غوښتونکي دي او په ټولنیزو رسنیو کې دفاع ځیني کوي.

په عربي نړۍ کې د اسرائیل سره دولتي اړیکو ته په ډېر حساسیت کتل کیږي ځکه چې عربي ولسونه یهودانو ته د دښمن په سترګه ګوري چاچي اسلامي هیواد فلسطین اشغال کړی او د فلسطین ولسونه یې د خپلو ځمکو څخه شړلي او ځمکې يې ځیني غصب کړي دي.

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو څه موده وړاندي ویلي وه چې د عربي هیوادونو سره یې اړیکې په ډېرې چټکۍ سره مخ پر سمېدو رواني دي خو د هغو هیوادونو د نومونې څخه یې انکار کړی وو او ویلي وه ځیني هیوادونه مناسب نه بولي چې زمونږ اړیکې ورسره افشا شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د