افغانستان

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل حالات ښه کولای شي

نن ټکی آسیا: د افغانستان او ایران د پارلمانونو د دوستۍ د ډلې مشر غلام رضاء اسد الهي د ټاکنو په ارتباط په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغان ولس انقلابي او جهادي روحیه ښه ده او دا خلک د پردیو له واکمنۍ سره په مبارزه کې په بشپړه توګه د اسلام اصول په پام کې نیسي او په پریکنده ډول یې پر وړاندې مقاومت کوي.

نوموړي د افغانستان له راتلونکي ولسمشره وغوښتل، چې باید متوجه اوسي، چې هر دولت چې په افغانستان کې ټاکل کیږي باید همدا سیاستونه تعقیب کړي .
نوموړي د افغانستان د ټاکنو په باب ویلي، چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر باید د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې او سولې په څير  ټولنیزو سیاستونو او د دې هیواد د خلکو اساسي غوښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.ځکه دا هیواد کابو څلور لسیزې په جګړه کې تیرې کړې دي.
د افغانستان او ایران د پارلمانونو د دوستۍ د ډلې مشر اسد الهي ټينګار وکړ، له بده مرغه امریکا او یو شمیر نور دولتونه افغانستان ته له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه ننوتل خو د دې هیواد وګړو ته ېې ډيرې ستونځې او مشکلا وزیږول او لا هم خپل اشتباهات تکراروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x