د مبایل چارجر د څوارلس کلنې انجلۍ ژوند واخیست

نن ټکی اسیا (پنجشنبه لړم ۲۵م ۱۳۹۶ل) په ویتنام کې د آیفون مبایل چارجر له کبله یوې څوارلس کلنې انجلۍ ژوند له لاسه ورکړ.
د ایکسپریس نیوز د راپور پر اساس د یوه بهرني خبري اژانس په وینا په ویتنام کې یوې انجلۍ د خوب پر وخت چارجر له ځان سره ایښی و چې له کبله یې د شپې شاټ ورکولو نه وروسته مړه شوې.
د ځایي پولیس وایي د لي تهایي زون په نوم څوارلس کلنه انجلۍ په خپله خونه کې په داسې حالت کې ویده وه چې خپل مبایل یې چارج ته ایښی و، د خوب پر وخت یې د چارجر تار پر بدن لګیدلی او شاټ یې ورکړی چې د هغې د ژوند د اخیستلو سبب شوی.
پولیس وایي دا په داسې حال کې چې د چارجر کیبل یو ځای کې شکیدلی او بیا ټانکه شوی و.
د آیفون مبایل په اړه پخوا هم ډیر شمیر داسې راپورونه راغلي چې یا د ګرمیدو او یا هم د چارجولو په حالت کې سوځیدلي او استعمالونکي ته یې زیان رسولی وي.