fbpx

فوټبال: فیفا نړیوال جام لپاره ۳۲ لوبډلې اعلان کړې

نن ټکی اسیا (جمعه ۲۶م لړم ۱۳۹۶ل): فیفا اعلان وکړ چې په ۲۰۱۸ کال کې د فوټبال نړیوال جام لوبو کې به ۳۲ لوبډلې ګډون کوي.

د فټبال نړیوال فدراسیون فیفا د راروان کال لپاره د لوبډلو درجه بندۍ خپرې کړې چې په کې روس چې په درجه بندۍ یا رینکینګ کې پنځه شپیتم نمبر لري خو د کوربه توب له امله لومړۍ درجه لوبډله کې لومړنۍ لوبډله شمیرل شوې.

فیفا ټولې لوبډلې په څو کټیګوریو یا درجو تقسیم کړي دي. لومړۍ درجه لوبډلو کې له روس څخه وروسته جرمني، دریم برازیل، څلورم پرتګال، پنځم ارجنټینا، شپږم بیلجیم، اوم پولینډ او پر اتم نمبر فرانسه موجود دی.

دوهمه درجه لوبډلو کې هسپانیا، دوهم پیرو، دریم سویس، څلورم برتانیا، پنځم کولمبیا، شپږم میکسیکو، اوم اوروګوای او اتم نمبر کروشیا دی.

درېیمه درجه په اتو لوبډلو کې لومړی ډنمارک، دوهم آیس لینډ، دریم کوسټا ریکا، څلورم سویډن، پنځم تونس، شپږم مصر، اوم سینیګال او په اتم نمبر ایران دی.

څلورمه درجه لوبډلو کې سربیا، دوهم نایجیریا، دریم استرالیا، په څلورم نمبر جاپان، پنځم مراکش، شپږم پاناما، اوم جنوبي کوریا او په اتم نمبر باندې سعودي دی.

د فیفا فدراسیون د قانون له مخې په نړیوال جام کې اته ګروپه شامل وي او هر ګروپ د دوه اروپایي او دوه نورو هیوادونو په شمول څلور لوبډلې لري.

د یاد جام لومړۍ لوبه به د ۲۰۱۸ کال د جون میاشت په ۱۴ تاریخ د روسیې او جرمني تر منځ د ماسکو په لزهنیکي لوبغالي کې ترسره کیږي، او پایلوبه به د جولایي میاشت په ۱۵ تاریخ پر همدغه لوبغالي کې ترسره کیږي.

د یادونې وړ ده چې څلور ځله نړیواله اتلواله لوبډله ایټالیا د راروان کال نړیوال جام څخه په غوراوي سیالیو کې د سویډن پر وړاندې په ماتې خوړلو بهر شوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د