د نن سرلیکنه

انتخاباتي پایلې به ترکومه بریده د افغانانو په ګټه وي؟- سرمقاله

نن ټکی آسیا- سرمقاله: د شنبې په ورځ په هیواد کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې تر سره شولې.

پردې بحث نه کوو چې دا ټاکنې څومره له ولسي مشروعیته برخمنې او یا ولس په کومه اندازه ورکي ګډون کړی وه ، بلکې دبحث وړ موضوع موداده چې کوموکسانو چې ورکي ګډون کړی وه د هغوی له کارول شویو رأیوسره به ډول معامله كيږي؟

افغانان چې تیرې دری نیمې لسیزې یې په جګړو او ستونزوکې تیرې کړې هر نوي تحول ته ډیر لیواله او په هغه کې د خپلو ستونزوحل لاره لټوي .په ترسره شویو انتخاباتوکې هم چې د رایې اچونې مرکزونه یې یواځې تر ښارونو پوري محدود وو یوشمیر خلګو په دې نیت ګډون وکړ چې ښایې دا ټاکنیزه پروسه یې د هیواد اوږدې غمیزې ته دپای ټکی کیږدي.

هغوی له دې ناخبره ول چې دغه پروسه هم د اجنبي دسیسو د یوې برخې په توګه د روانې غمیزې د لا اوږدولو په غرض طرحه ، د بهرنیو لس ګونوزره پوځیانو په مټ عملې او د بهرنۍ میډیا په زور بریالۍ وبلل شوه.

د دغې استعماري پروسې شریک کرکترونه ټول هغه لویدلي او اجیرصفته عناصردي چې ټوله ۳۵کلنه سیاسي سابقه یې له ضمیر پلورنې، هیواد پلورنې او عقیدې پلورنې پرته بل هیڅ داسې کردار نشته چې د افغانانو کوم درد پري دواشي.

دهغوی تاریکه او فاسده سابقه ټول ولس ته مالومه ده، د تیر ۱۳کلن صلیبي اشغال پرمهال همدغه عناصرپه مختلفو دولتي منصبونوکې تجربه شوي، د اشغالګرو لومړۍ درجه ملاتړي،له هغوی سره د افغانانو په وژلو کې شریک او دهمدوی په کارکردګي کې افغانستان په نړیواله کچه د فساد ریکارډ خپل کړی ایا اوس به له همدغو آزمویل شوي مفسدینو څخه د راتلونکي افغانستان دسوکالي او نیک مرغي څه توقع ولرلای شو.

افغانان متل کوي چې آموخته خور بلاخور وي، دغو مفسدو کاندیدانو چې خپل ټول ژوندیې په عقیدوي، فکري اوعملي فسادکې راتیرکړی اوس یوه په یوه په هیڅ ډول د اصلاح او مثبت تغیر هیله ترې نشي کیدلای.

تیره ورځ لا انتخاباتي پروسه نه وه تکمیل شوي چې د بلخ ټولواک استاد عطاءمحمد نور د خپل پلوي کاندید د بریالیتوب اعلان وکړ.

د کابل په تره خیلوکې د دغې پروسې یوبل ګډونوال په اصطلاح انتخاباتي ناظرین له ساحې وشړل او د رایې صندوقونه خپل کورته وړی تر څویې هلته په خپله خوښه او خپل مزاج له جعلي رآیوډک کړي، په خوست کې د زلمي رسول کمپاینرانو انتخاباتي صندوقونه په بد معاشي سره دړې وړې کړل ، په میدان وردګ ، غزني، زابل، کندهار،کندوز ،کونړ،ننګرهار ، پکتیا، پکتیکا …. او نورو ټولو ولایتونو کې په همدغه ډول شفافې !!! ټاکنې ترسره شوې چې د ملګرو ملتونو او امریکاسفارت لخوايي مخکې ترمخکې افغانانوته مبارکي وویل شوه .

مونږ به په فرض محال سره دا ټاکنې د دوی په اصطلاح رڼې او له درغلیو پاکې ټاکنې وبولو ، خو ایاد هغو راتلونکې پایلې به خپله دوی ته دمنلو وړوي؟

دا چې اوس هغوی د پایلو تر اعلانیدو له مخه هر یو ځان ګټونکی بولي داخپله د دې شاهدي ورکوي چې راتلونکي پایلې ورته د منلو وړ نه دي.

تر دغې انتخاباتي پروسې له مخې هم عام افغانان د دیموکراسۍ تر غولوونکي نامه لاندې د ټاکنو په لیکو کې ودریدل او په اصطلاح انتخاباتي کاندیدانوته یې رایې ورکړي ، خو دټاکنو دنتائجو د اعلان پرمهال کوم فضیحتونه نه ول چې د کاندیدانو ترمنځ نشول رامنځته ؟

اوس به بیا هماغه فضیحت باره خندنۍ ډرامه حتما تکراریږي او په آخیري نتیجه کې به یې د افغانستان زعامت داسې یو چاته سپارل کیږي چې هغه به تر هرڅه له مخه اجنبي مصالحوته وفادار او دهغوی د دستور مطابق به خپله تګلاره عیاروي، نه د افغانستان او افغاني ملي ګټولپاره.

د نن ټکي آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x