ټکنالوژي

د پاکستان زونګ شبکې واټس اپ مفت کړ

نن ټکی اسیا (جمعه ۲۶م لړم ۱۳۹۶ل) چینایي مبایل شبکې زونګ خپلو پیریدونکو ته د واټساپ وړیا خدمت وړاندې کړ.

ددې خدمت په واسطه پیرودونکي کولای شي هر هیواد او هرې شبکې ته وړیا غږیز او ویډیویي ټیلیفون او پیغامونه واستوي.
د زونګ شبکې پر دغه وړاندیز کې د ویډیويي او غږیز پیغامونو سره سره ملټي میډیا نشرولی او کښته کولی هم شي.

ددې شرکت پوسټ پيډ پري پیډ او یا د سیم کارت پیرودونکي کولی شي دغه خدمت په *247# کوډ په وهلو سره ترلاسه کړي، د خدمت فعالولو نه وروسته پیردونکي کولای شي وړیا نامحدوده واټساپ استعمال کړي.

زونګ شبکه ادعا کوي چې دوی تر اوسه په پاکستان کې تر ټولو تیز 4G انټرنیټ فعاله کړی، چې د4G شبکې اویا سلنه خلک زونګ ته لومړیتوب او ترجیح ورکوي.

زونګ شبکې پخپله فیسبوکپاڼه ددغه خبر اعلان کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x