us congressss

امریکایي سناتوران: افغانستان کې په یوې بې پایه جګړه کې ښکېل یو

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۵): د امریکا په کانګریس کې یو شمېر جمهوري او دیموکرات سناتورانو په یوه خوله ویلي چې هیواد یې په افغانستان کې په یوه ناپایه جګړه کې ښکېل دی.

دوی غوښتنه کړې چې تر شپاړسو کلونو جګړې وروسته باید یو ځل بیا د افغانستان د جګړې په اړه په کانګریس کې بحث وشي تر څو د دغې جګړې ګټې او زیانونه وارزول شي چې ایا رشتیا هم د افغانستان جګړه په دومره مالي لګښتونو او د امریکايي عسکرو په وژل کیدو ارزي.

امریکايي سناتورانو هر یو «والټر جونز، باربرا لي، ډي کالف، توماس ماسي، آر کې، ریک نولان، ډي-مین» او دغه راز د امریکا ولسمشرۍ ته دوه پخوانیو کاندیدانو او د هالیوډ سینما لپاره فیلم جوړوونکو تېره سه شنبه د افغانستان په اړه د یوه فیلم د ارزونې په غونډه کې ګډون کړی وو، په کوم کې چې د افغانستان د جګړې اته کاله وروسته حالت انځور شوی او په کې ښودل شوې چې ولي په افغانستان کې امریکايي جنرالان نه بریالي کیږي.

یادو امریکايي سناتورانو نیوکه وکړه چې د ۱۶ کلونو په تېریدو لا هم جګړه روانه ده، تر ۲۰۰۰ زیات امریکايي عسکر په کې وژل شوي او تر ۲۰ زره زیات عسکر سخت ټپیان شوي دي، حال دا چې د کانګریس غړي په پوره توګه په جریان کې نه دي.

امریکايي سناتور «والټرجونز» وویل: «جګړه غځیږي او غځیږي او غځیږي، د امریکا خلک په مونږ دا حق لري چې په کانګریس کې دا موضوع راپورته کړو چې ولې امریکايي ځوانان د جګړې لپاره د مرګ خولې ته ورټیل وهل کیږي».

«باربرا لي» چې مخکې يې هم په افغانستان کې د جګړې په اړه مخالفت څرګند کړی او په کانګریس کې یې د یو وار بیا بحث غوښتنه کړې، وویل: «پخواني ولسمشر جورج بوش، بارک اوباما او اوس ټرمپ د کانګریس هغه اجازه چې په ۲۰۰۱ کې یې په یو خاص حالت کې ورکړې وه، تر اوسه یې په ۱۹ هیوادونو کې د مداخلې لپاره کارولې».

هغې زیاته کړه: «مونږ په یوې نه ختمیدونکې جګړه کې راګیر یو. د ۲۰۰۱ کال اجازه د یوه سپین کاغذ په توګه حکومت کارولې، چې د نړۍ په هر کونج کې یې زړه وغواړي، کانګرس ته له مراجعې پرته جګړه پیلوي».

یوه بل سناتور «توماس ماسي» ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د امریکایانو له شتون سره خپل مخالفت ته به دوام ورکوي ځکه چې په وینا یې، دا خبره نوره واضحه ده چې امریکا په افغانستان کې د دې لپاره جګړه نه کوي تر څو یې وګټي. هغه زیاته کړه: «هر کله چې امریکا د افغانستان څخه ووزي، هلته به طالبان واکمن شي».

نوموړي تاسف وښود چې هغه عسکر چې د دې جګړې له پیل (۲۰۰۱) وروسته زیږيدلي، هغوی به هم افغانستان ته ولیږل شي، لکه د ده زوی چې د افغانستان د جګړې له پیل وروسته زیږېدلی او اوس په ښوونځي کې دی او غواړي چې پوځ ته ولاړ شي؛ کیدای شي یوه ورځ داسي راشي چې هغه هم د افغانستان جګړې ته ولیږل شي.

ماسي زیاته کړه: «څو کاله وروسته به هغه نسل هم د افغانستان جګړه کې ونډه واخلي چې د همدې جګړې په موده کې زیږیدلی. زه نه پوهیږم که دغه حقیقت هم مونږ ته ټکان نه راکوي نو څه به یې راکړي».

نوموړي وویل چې د اقتصادي او تاریخي لحاظه یې دا موضوع له خپلو ملګرو سره د بحث لپاره راپورته کړې، د مثال په توګه د امریکا په دفاعي بودیجه کې تر ۴۰ میلیارده ډالرو زیاته بودیجه د جګړې لپاره ځانګړې شوې، چې په دومره قیمت مونږ پنځه د الوتکو وړونکې بیړۍ اخیستلای شو. یاد سناتور د نیوکې په توګه پوښتي چې «ولې مونږ هر کال پنځه د الوتکو وړونکې لویې بیړۍ په قصدي ډول د افغانستان په غرونو کې غرقوو؟ د هغو انسانانو په اړه خو پوښتنه مه کوه چې په دې جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي».

سناتور ماسي وویل چې په افغانستان کې امپراتورۍ ټوټه ټوټه شوي دي او زیاته یې کړه: «افغانستان هسې خوشې د امپراطوریو هدیره نه بلل کیږي بلکې د یو وجې پر اساس په دغه نامه یادیږي، سکندر اعظم دغه درس په ډېر لوی زیان زده کړ، بیا د انګریزانو او وروسته د شوروي اتحاد لپاره دا ثابته شوه. مونږ ولي ځان دې ته اړباسو چې په سخته تجربه درس زده کړو؟ اوس د دې وخت رارسیدلی چې باید له افغانستان څخه ووزو».

د امریکا د ولسمشرۍ لپاره پخواني نوماندان (ډینس کوسنیس او رالف نادر) هم په یاده غونډه کې حاضر وو او د سناتورانو له څرګندونو سره یې خپل ملاتړ وښود.

رالف نادر روانه جګړه جنایت وبلله او ویې ویل کانګریس ته په کار دي چې اساسي قانون او نړیوالو معاهدو ته رجوع وکړي. نوموړي د امریکا په ادارې توندې نیوکې وکړې او زیاته یې کړه چې «افغانستان ته امریکايي پوځیان د دې لپاره لیږي ترڅو هلته ووژل شي، تر هغه وخت چې جګړه کوي نو ښه یې نازوي، خو کله چې هیواد ته راستانه شي بیا یې په کیسه کې هم نه وي او هیڅ ارزښت نه ورکوي».

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد حذیفه
میلمه
محمد حذیفه

ددي امریکایي سناتورانو خبري سل په سله رښتیا دي امریکايي حکومتونو د بوش خبیث له وخته را نیولي تر ټرومپټه ټولو د بی بنیاده بهانو له مخي دا مریکا د خلکو د منافعو خلاف په افغانستان کښې خپلي مداخلي او اشغال ته دوام ورکړی. د امریکا د حکومت دا دعوی چی له افغانستان امریکا او د امریکا خلکو ته خطر متوجه ده بالکل بی بنیاده او له واقعیت نه لیري ده د امر یکا او افغانستان تر مینځ بعد المشرقین او مغربین فاصله ده. که افغانستان واقعا هم امریکا ته خطر وايي نو اوس هم ده او له اشغال نه… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

مسلمانانو ورونو د حذیفه صاحب د خبرو او ارزونو په تایید : مونږ هم بیګاه دغه لیکنه تر سترګو شوه ، لمړی خو می د خپلو مسلمانو مجاهدینو او پیاوړی هیواد به دریز او قرباینو الله ج ته شکرونه او شکرونه ویستل او دالله ج د احساناتو او نصرت مننه مو وکړه ، چا به ویل چه انګریزانو په مستعمرو کی لمړ نه ډوبیدو خو افغان مجاهدینو له افغانستان څه چه له هنده وشړل . بیا پرون د روسانو په اړه به خلکو ویل چه روسانو پښی لکه د فیل پښی دی چه چیری یی کیږدی څوک یی نه شی… نور لوستل »

عبدالکریم
میلمه
عبدالکریم

ا ن شااللہ ان شااللہ ان شااللہ ان شااللہ پہ فضل دہ الله ج ج خوار او برباد بہ وی ان شااللہ ان شااللہ نزدی دہ داوقت پہ فضل دہ الله ج ج