ډیلي مېل: وخت را نیژدې شوی چې پاچا سلمان خپل زوی ته سعودي پریږدي

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۵): برتانوی ورځپاڼې «ډیلي میل» هغه وخت په ګوته کړی چې په وینا یې کیدای شي د سعودي پاچا سلمان خپل زوی محمد ته د سعودي تر پاچاهي تېر شي.

دغه ورځپاڼې د سعودي د شاهي کورنۍ د یوې سرچینې په حواله ویلي چې سلمان به کیدای شي راتلونکې اونۍ خپل تر پاچاهي تېر شي او واک به رسما زوی ته وسپاري خو په دې شرط چې څه بله ستره پېښه ونه شي.

ورځپاڼې ویلي چې تر واک سپارلو وروسته به هم د «خادم الحرمین الشریفین» لقب د پاچا سلمان سره وي او هغه به د برتانیې د ملکه الزابیت غوندي رول ولري چې هسي رمزي او فخري وی، خو په حقیقت کې به تر دې ورتېره هیڅ صلاحیت نه لري.

ورځپاڼې ویلي چې د واک تر لاسه کولو وروسته به محمد بن سلمان د ایران سره زور وهنې ته ادامه ورکړي چې کیدای شي حتی تر جګړې ورسیږي.

او زیاته کړې یې ده چې ابن سلمان به حتی کیدای شي د «حزب الله» شیعه ډلې د ختمولو لپاره د اسرائیل سره همکاري وکړي.

ورځپاڼې د خپلې سرچینې په حواله زیاته کړې « محمد بن سلمان قناعت لري چې باید ایران او حزب الله ډلې ته یو عسکري ګوزار ورکړي، که څه هم د کورنۍ نور غړي ورسره موافق نه دي».

یوې بلې ورځپاڼې «بلومبیرګ» بیا د یوه سعودي جګپوړي چارواکي په حواله ویلي چې سلمان کیدای شي په دغه یاده شوې موده کې تر واک تېر نه شي.

باید وویل شي چې له ډېره وخته داسي ګنګوسي دي چې ملک سلمان خپل زوی ته تر پاچاهي تیریږي تر څو په سعودي کورنۍ کې هغه کشمکش په خپل ژوند کې ختم کړي چې د ولیعهد په حیث د محمد بن سلمان د ټاکل کېدو وروسته را څرګند شوی. او حتی څه موده تر مخه ویل کیدل چې د واک سپارلو لپاره هغه ویډیوګاني هم ثبت شوي چې د سعودي پر رسمي تلویزونونو به خپریږي او ولس ته به اعلان کیږي چې پاچا یې بدل شوی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د