ټکنالوژي

اورانوس سیارې باندي د الماسو باران !!!

لیکنه : مفتي احسان الله …

له ډیري مودي راهیسي ستورپوهان په دې هکله هک حیران ول ، چې د اورانوس سیاري پر سطحه د الماسو باران کیږي او که یا .

خو دا اوس د امریکې د کالیفورنیا د ایالت د ستانفورډ یونيورسټي څېړونکو دا خبره واضحه کړه ، چې پر اورانوس باندي د هیدورجین او کربون د تفاعلي عمل له امله د الماسو ذرې توليدیږي ، ممکن تر اوسه د اورانوس په محیط کې په ملینو قیراطه الماس موجود وي .

په دې څېړنه کې شریک ډومینیک ساینسپوه وايې : چې وړاندي دا خیال کيده ، چې الماس به خپله د اورانوس نه توليديږي ، خو کله چې مې د دغې څېړني نتایج وليدل ، دومره خوښ سوم ، چې زما په ټول ژوند کې دا تر ټولو ښه او غوره شيبه وه .

اورانوس د نورو سیارونه یوازي په دې کې امتیاز نلري ، چې د الماسو باران ورباندي اورېږي ، بلکي محوري میلان ، او په نتیجه کې څلور فصلونه هم د نورو سیارونه یو ځانګړۍ شان لري .

د اورانوس محوري میلان يې 97.77 درجې دی ، بالمقابل د زمکي هغه 23.5 درجې دی ، په لمریز غونډاري کې دا یو ځانګړی میلان دی ، چې یوازي اورانوس یې لري ، دا میلان دومره واضح او زیات دی ، چې کله د لمر پر شاوخوا ګردش کوي ، نو قطب شمالي او جنوبي يې په وار وار د خط استوا سره برابریږي .

د دې غیري عادي محوري میلان له امله د اورانوس څلور فصلونه هم غیر عادي دي ، تقریبا هر فصل يې د زمکي د 21 کالو سره برابر دی ، او پوره کال يې د زمکي د 84 کلو سره سم دی ، پر یو قطب يې تقریبا 42 کاله لمر وي خو بالمقابل پر هغه بل بیا 42 کاله توره شپه وي ، او د محوري دوران یوه دوره په 17 ساعته او 14 دقېقو کې پوره کوي ، یعني ورځ يې د زمکي تر ورځي 6 ساعته او 46 دقېقې کمه ده .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x